د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې "په زور د غیب کړلو شوو" بلوڅانو لپاره بیا مظاهره شوې


په کراچۍ کې د جون پر ۱۹مه مظاهره چيانو له حکومته وغوښتل چې ټول لادرکه بلوڅان دې پيدا کړي.
په کراچۍ کې د جون پر ۱۹مه مظاهره چيانو له حکومته وغوښتل چې ټول لادرکه بلوڅان دې پيدا کړي.

د تېرو څو میاشتو په موده کې د کراچۍ له بېلابېلو سېمو څخه د لادرکه شویو بلوڅانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو د جون پر ۱۹ مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو غيبولو سلسله دې ودروي.

مظاهره چيانو په وروستيو کې د لادرکه شويو علي بلوڅ، اسرار بلوڅ، انور بلوڅ، محمد عمران، محمد عمر، سعيد احمد بلوڅ، نور بخش بلوڅ او نورو تصویرونه په لاسونو کې نیولي ول. دوی غوښتنه کوله چې ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي چې پرې د لګېدلو تورونو د سپيناوي لپاره مقدمې وچلېږي.

د مظاهری پر مهال د بلوڅانو یووالي کمېټۍ (بلوچ يکجهتۍ کېمټي) يوې غړې ماهرخ بلوڅ د کراچۍ د پولیسو پر ترهګرۍ ضد څانګې تور پورې کړ چې د بلوڅ ځوانانو په "تښتولو کې لاس" لري. "موږ د سيند له حکومته پوښتنه کوو چې دا سي ټي ډي (د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګه) د چا په کنټرول کې ده؟ موږ پرله پسې احتجاجونه وکړل خو د بلوڅانو د لادرکه کولو په پېښو کې د کمي پر ځای زیاتوالی راغلی. زموږ زلمي تښتول کېږي، زموږ زده کوونکي تښتول کېږي خو هېڅوک له امنيتي ادارو پوښتنه نه شي کولی."

د کراچۍ پوليسو سي ټي ډي تر اوسه د دې ادعاوو او د لادرکه بلوڅانو په اړه څه نه دې ويلي. په تېرو وختونو کې پولیسو د خلکو تر غيبېدو وروسته د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمې درج کړي خو د ډېرو یې څه نتيجه نه ده راوتلې.

پولیسو زه او زما ورور يوړو. زه یې پرېښودم خو ورور مې لا تر اوسه نه دی خوشې شوی. نه پوهېږم چېرې یې ساتي؟
وليد رند

د احتجاج يو ګډونوال وليد رند چې د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکی دی، مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل په مياشت کې پولیس کور ته ورغلل، هغه او ورور یې سعيد عمر یې له ځان سره په زور بوتلل.

نوموړی زیاتوي چې پولیسو تر يو ځایه دواړه په ګاډي کې یوړل، بیا یې هغه پرېښود خو ورور یې تر اوسه نه دی خوشې شوی. "موږ له تېرو درو کلونو راهيسې د کراچۍ په ملير کې اوسو. زما ورور چې په ۲۰۱۵ز کال کې روسیې ته هم د زده کړو لپاره تللی وو، په نومبر کې ملک ته ستون شو. دلته یې په کراچۍ کې نور تعليم جاري وساته. پولیسو هغه د اپرېل له ۲۸مې راهیسې بیولی خو تر اوسه یې هېڅ درک نشته."

د اپرېل پر ۲۶مه يوې بلوڅې ښځې د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور پر يو مرکز ځانمرګی بريد وکړ او درې چينايي استادان یې ووژل. د دې ښځې نوم شاري بلوڅ ښوول شوی چې د بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبریشن ارمي غړې وه.

تر دې وروسته په کراچۍ، پنجاب او بلوچستان کې د بلوڅ ځوانانو د نيول کېدو لړۍ تېزه شوې ده. خو د بشري حقونو فعالان وايي چې اکثره نيول کېدونکي کسان بې ګناه ولسي وګړي وي. د تحريک انصاف ګوند د واکمنۍ پر مهال د هغه وخت د بشري حقونو وزيرې شيرین مزارۍ هم له مشال راډيو سره په يوه مرکه کې ويلي ول چې د نسل او قام پر بنیاد بايد له پوهنتونونو څخه د بلوڅ زده کوونکو نيول کېدل ودرېږي.

د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) له خوا مشال راډيو ته له لېږدول شویو شمېرو سره سم، په زرګونو بلوڅان لاردکه کړل شوي دي. د دوی د غيبولو تور د پاکستان پر امنيتي ځواکونو پورې کېږي خو پوځ دا نه مني چې ګواکې د ورکو کسانو شمېر په زرګونو دي. د دوی وياندانو په بيا بيا دا دريځ ښوولی چې ځينې بلوڅان ورسره په جنګ کې وژل شوي او ځينې نور د وسله والو په روزنیزو کیمپونو کې دي. خو بلوڅ فعالان دا ردوي او وايي، ورسره توپيري چلند او پر ضد یې اجتماعي کارروايي کېږي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د لادرکه خلکو د موندلو لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی دی. دې کمېشن پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې تر اوسه یې خوا او شا ۶،۵۰۰ غيب شوي کسان معلوم کړي چې زیاتره یې خپلو کورونيو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG