د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د انتخاباتو پر مهال نښتو کې يو کس وژل شوی، ۱۲ ژوبل


په کراچۍ کې خلک د ووټ کارولو لپاره د رايو اچولو په مرکز کې انتظار کوي ــ پخوانی انځور
په کراچۍ کې خلک د ووټ کارولو لپاره د رايو اچولو په مرکز کې انتظار کوي ــ پخوانی انځور

په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ د ۲۴۰مې حلقې د ضمني انتخاباتو پر مهال د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د پلویانو ترمینځ په نښتو کې یو کس وژل شوی او ۱۲ ژوبل دي.

پولیسو تېر ماښام (د جون پر ۱۶مه) رسنیو ته وویل چې په ژوبلو کې د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پاک سرزمین ګوند سیاستوال افتخار عالم هم شامل دی.

بلخوا د کراچۍ د جناح روغتون مشر ډاکتر شاهد رسول تېر ماښام رسنیو ته وویل، د یو کس مړی وروړل شوی او ژوبل کسان په مرمیو لګېدلي دي چې درملنه یې روانه ده.

هلته د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه پولیسو ته امر کړی دی چې په تاوتریخوالي کې د ککړو کسانو ضد کارروايي وکړي.

په عین وخت کې د کراچۍ انتخاباتي کمېشنر سید ندیم حیدر ویلي دي چې د پرونیو انتخاباتو له نارسمي او غیر حتمي نتیجو سره سم، د قامي اسمبلۍ څوکۍ د متحده قامي موومېنټ پاکستان نوماند ګټلې ده.

"د متحده قامي موومېنټ پاکستان محمد ابو بکر د ۱۰،۶۸۳ ووټونو په اخیستو بریالی شوی دی او د تحریک لبیک پاکستان نوماند شهزاد شهباز د ۱۰،۶۱۸ رایو په اخیستو پر دویم مقام دی."

خو د تحریک لبیک پاکستان مشر سعد حسین رضوي تېر ماښام په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې درغلي شوې، ځکه یې نتیجه نه مني.

د کراچۍ د کورنګۍ حلقې د قامي اسمبلۍ څوکۍ د روان (۲۰۲۲ز) کال په اپرېل کې د متحده قامي موومېنټ د سیاستوال اقبال محمد علي خان د مړینې له وجې خالي شوې وه.

پر دغه څوکۍ د ۲۵ نوماندانو تر مينځ مقابله وه چې د متحده قامي موومېنټ پاکستان محمد ابوبکر، د تحريک لبيک پاکستان شهزاده شهباز، د پاکستان پيپلز ګوند ناصر رحيم او د پاکستان سرزمين ګوند پر نوماند شبير احمد قايمخاني سربېره د نورو سياسي ګوندونو او ازاد نوماندان شامل ول.

بلخوا پاکستان مسلم ليګ ن د جون پر ۱۵مه د پاکستان پيپلز ګوند په حق کې خپل نوماند کېنولی وو.

XS
SM
MD
LG