د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د تری تم کړل شویو بلوڅو زده کوونکو د راخوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ لګېدلی


د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي.
د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي.

د لادرکه کړل شویو بلوڅو زده کونکیو کورنیو او ملګرو، د جون پر ۱۰مه، د کراچۍ پرېس کلب مخې ته یو احتجاجي کېمپ لګولی وو.

دوی غوښتنه کوله چې لادرکه کړل شوي زده کونکې دې زر تر زره خوشې کړل شي او په کراچۍ پوهنتون او نورو تعلیمي ادارو کې دې د بلوڅو زده کوونکیو ځورول بند کړل شي.

په دغه احتجاج کې شامله مهناز بلوڅ، چې ورور یې روانه اوونۍ لادرکه کړل شوی، مشال راډیو ته وويل چې له ډېرې مجبورۍ نه احتجاج ته راوتلې ده:

"زه دلته ځکه راغلې يم چې زما ورور د جون پر اوومه سهار پينځه بجې له مسکن چورنګي څخه بوتلل شوی دی. څلور ورځې تیرې شوې، تر اوسه نه پوهېږو چې هغه چیرته دی؟ موږ له مجبورۍ نه دلته دا کېمپ لګولی دی."

مهناز وړاندې وویل چې ورور یې پولیسو له ځانه سره بېولی وو او هغو کسانو د پولیسو جامې هم اچولې وې.

مهناز بلوڅ وايي، له مجبورۍ احتجاج کوي ځکه چې ورور یې پولیسو بیولی او اوس ورک دی.
مهناز بلوڅ وايي، له مجبورۍ احتجاج کوي ځکه چې ورور یې پولیسو بیولی او اوس ورک دی.

د کراچۍ پوهنتون بلوڅ زده کوونکي تور پورې کوي چې په دې وروستیو کې په ساده جامو کې پولیسو د دوی دوه ملګري دودا الهي او ګمشاد بلوڅ له ځان سره بېولي دي او لا یې هم څه درک نه دی معلوم. د هغوی یو ټولګیوال ازاد بلوڅ مشال راډیو ته وویل، ترۍ تم کړل شوي دواړه ټولګیوال یې ډېر با استعداده ځوانان وو. هغه وايي، دواړو په تېرو ازموینو کې ډېرې ښې نومرې هم اخېستې وې خو اوس چې بیا امتحانونه روان دي نو هغوی دواړه ترې محروم پاتې شوي دي.

بلوڅان وايي، اوس یې محصلین هم خوندي نه دي او په زوره ترۍ تم کېږي. د بلوڅو د یو والي کمېټې غړي زاهد بګټي مشال راډیو ته په دې اړه داسې وویل:

"په پاکستان کې له تېرو ۷۴ کلونو راهېسې خلک لادرکه کېږي. اوس زموږ زده کوونکي هم په نخښه کېږي. بیدار او هوښیار بلوڅ وګړي هېڅ ځای کې خوندي نه دي. زموږ ماشومان له تعلیمي ادارو نه لادرکه کېږي. زموږ ایله هم دومره په وس کې دي چې د پریس کلب مخې ته راووځو او احتجاج وکړو. "

بلوڅ زده کوونکي دا تور هم لګوي چې د کراچۍ پوهنتون په ګډون د ملک په ټولو تحصیلي ادارو کې بلوڅ زده کوونکي ځورول کېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي. هغوی وايي، په پوهنتونونو کې د نورو او بلوڅو زده کوونکیو ترمنځ واضحه فرق ساتل کېږي او ورسره جلا او غیرقانوني برخورد کېږي.

خو د کراچۍ پوهنتون امنیتي سلاکار ډاکټر زبیر احمد د جون پر ۱۰مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې له هېچا سره له قانونه ماورا یا جلا چلند نه کېږي. نوموړي دا هم وویل چې په کراچۍ پوهنتون کې د روان کال د اپریل پر ۲۶مه، پر کنفیوشس انسټیټیوټ له بریده وروسته هغوی په پوهنتون کې امنیتي اقدامات زیات کړي دي.

د کراچۍ پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه د خلکو په زوره د تری تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټي جوړه کړې چې مشر يې د دې هېواد د قانون او انصاف وزير"اعظم نذير تارړ" دی.

په کراچۍ کې د بلوڅانو دا احتجاجي پرلت پر داسې مهال پیل شوی دی چې په دې وروستیو ورځو کې، د اسلام اباد او پنجاب په ګډون د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د بلوڅو زده کوونکیو د لادرکۍ راپورونه مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG