نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د ډاکټرانو په وینا، کولرا شدید، منځني او خفیف ډولونه لري او که پر وخت یې درملنه و نه شي، د مرګ لامل کېدای شي. د دوی په وینا، په کولرا په هغو ځایونو کې زیات خلک اخته کېږي چې اوبه يې ناپاکې او ککړتیا پکې ډېره وي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د مرکز ښرنې په مرکزي ولایتي روغتون کې اسانتیاوې تقریباً نه شته. بل پلو د یاد روغتون چارواکي وايي، که د منظور شوي ۱۵۰ بستریز روغتون امکانات ورکړل شي، نو خدمتونه به يې ښه شي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر ټولو لارو د خلکو د تګ راتګ اسانولو هڅې کوي او زیاتوي چې محدودیتونه یې د امنیت ټینګښت په موخه لګولي دي.
د روغتون مشر ډاکټر مطیع الله همدرد وايي، سره له دې چې د دوی هسپتال یو سل پنځوس بستریز هغه ته لوړ شوی، خو تشکیل او امکانات يې نه دي ډېر شوي.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې یو موټریز کاروان او د هغوی یو شمېر کارکوونکي د پکتیکا په لارو او کوڅو کې ګرځي او له کورنیو غواړي چې خپلې نجونې او هلکان د هېواد او خلکو د ښه راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د خلکو پر کورونو او ځمکو سیلاوونه ورغلي او خلک اړ شوي، چې خپل کورونه پریږدي.
ملګري ملتونه غواړي، چې له راروان ژمي نه مخکې په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ کورونو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
ابو مسلم خراساني د امویانو په پرځېدو او د عباسیانو په واکمنېدو کې پراخه ونډه لرله. نوموړی د عباسیانو له لویو سردارانو او له مهمو قوماندانانو څخه وو. خراساني په فارسي او عربي ژبو برلاسی وو او د فصاحت او بلاغت ستاینه يې کېده.
په خوست کې د ولسوالیو او مرکزي واحدونو د ۱۷ لوبډلو تر مينځ شل اوریز کرکټ جام پای ته ورسید. د شهید رحمت ولي په نوم کرکټ سیالیو چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، د لکڼو د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل په دې اړه ویډيويي راپور لري.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، له یوشمېر زیانمنو کورنیو سره مرستې شوي، خو د زیانونو د کره معلوماتو ورغونډولو لپاره يې د سروې ټیمونه سېلاو ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.
د خوست اوسېدونکو د لوی اختر لمونځ ادا کولو پر مهال د ټولنې له شتمنو خلکو وغوښتل چې د تېرو جګړو د قربانیانو له کورنیو او غریبانو سره مرستې وکړي. دوی وايي، تېر کلونه امنیتي ګواښونه زيات ول، خو سږنی اختر به په ارامه فضا کې ولمانځي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
په خوست کې د تېرو کلونو پرتله د قربانۍ څارویو بیې ښکته شوې دي خو د اقتصادي ستونزو له وجې کم خلک څاروي اخلي. د څارویو سوداګر وايي، سږ کال یې خورا کمې پیسې ګټلې دي. ویډیويي رپورټ.
په خوست ولايت کې د رسنيو لوبډلو کرکټ سیالۍ کړې دي. خبریالان وايي دا سیالۍ د سالم رقابت او د رسنيو ترمنځ د همکاريوزیاتولو لپاره ښې دي. نجيب الله الوخېل یې په اړه راپور لري.
دا سیالۍ چې ۲۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، د خوست د نهو سیمه ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ۲۳۰ خبریالان په کې ولوبېدل.
د سپیرې اوسیدونکو وویل، په دې ځای کې د مرسته کوونکو لخوا د کومکونو وېش عادلانه نه دی، ځکه یو کور سره پنځه ځلې مرسته کیږي، خو د بلې سیمې د زیانمن کور څوک پوښتنه نه کوي.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي له نړیوالې ټولنې څخه د زیاتو مرستو غوښتنه کوي. دوی وايي، د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته زلزلې د سیمې بېخبنا ړنګه کړې او لارې دومره خرابې دې چې تر خوست ښاره څلور یا پینځه ساعتونو کې رسېږي. د طالبانو حکومت وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې زلزله ځپلو سیمو ته رسوي.
په خوست او پکتیکا کې زلزله ځپلي وايي، بیړنیو طبي او نورو مرستو ته اړتیا لري. دوی وايي، کورونه یې بشپړ ړنګ شوي او د کور ټول سامانونه یې تر خاورو لاندې دي. ملګرو ملتونو د جون پر ۲۵مه وویل چې د زلزلې له وجې د مرګ ژوبلې زیاتېدو ویره ده. ویډیويي رپورټ.
د خوست د سپیرې او د پکتیکا د برمل او ګیانې ولسوالیو د زلزلې زیانمن او ټپیان غوښتنه کوي چې د ژوند په ټولو برخو کې دې، ورسره بیړنۍ مرستې وشي.
نور وښیئ