د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست مېشتي وزيرستاني کډوال د نويو بې کوره شويو لپاره سرپناوې غواړي


د خوست په ګلان کیمپ کې د وزیرستان زرګونه کډوال اوسي.
د خوست په ګلان کیمپ کې د وزیرستان زرګونه کډوال اوسي.

د خوست په ګلان کیمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، په جون کې تر زلزلې وروسته هلته ګڼې کورنۍ ورغلي چې نه سرپناه لري او نه ورسره د خوراک او پوښاک مرستې شوې دي.

دوی غوښتنه کوي چې په وروستي یو کال کې له خوست او پکتیکا څخه ورغلې کورنۍ دې د اړوندو موسساتو له خوا راجسټر او منظمې مرستې ورسره وشي.

د اګست پر ۱۷مه وزیرستاني کډوال ملک جمشېد مسید مشال راډيو ته وویل، په ګلان کیمپ کې تر ۸۰۰ پورې داسې کورنۍ دي، چې په زړو او شلېدلو خیمو کې باد او باران ته وخت تېروي او سرپناه نه لري. "په وروستیو کې له شاوخوا ۴۰۰ کورنیو سره د سرپناه لپاره نقدي مرسته وشوه" چې پکې د ګلان کیمپ یوازې "۲۰" کورنۍ شاملې وې.

په زرګونو وزيرستاني کډوال اته کاله مخکې په شمالي‌ وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو او وسله والو سره د جګړو له وجې خوست ته کډه شول. له هغوی څخه يې ځينې کورنۍ په تېرو دوو کلونو کې خپلو سيمو ته ستنې شوې خو ډېری یې لا هم پاتې دي.

په همدې حال کې د جون په پای کې د خوست او پکتيکا په ځينو ولسواليو کې زلزلو په زرګونو کورونه وران او خلک یې کډه کولو ته مجبوره کړل.

عادت خان هم له هغو کسانو دی چې کورنۍ يې د سرپناه د نه شتون له ستونزې سره مخامخ ده. نوموړي د اګست په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل: "دوامداره بارانونه دي خو نه زموږ خیمې شته او نه مو نوره څه سرپناه. په کار ده چې له خوار غریب سره مرسته وشي. هغه که د خیمې وي، که نقده مرسته وي. "

یوشمېر وزیرستاني کډوال چې په وروستي یو کال کې د خوست له نورو سیمو او پکتیکا څخه ګلان کیمپ کډه شوي وايي، دوی شناختي کارډونه لري، خو موسسات يې ورته نه راجسټر کوي.

د وزیرستان د مایزر اوسېدونکی کفایت الله وايي: "اته میاشتې کېږي کاروبار نه لرو، خیمې نه لرو، موږ ته ډېر زیات تکلیف دی. پاتې شناختیان دې ولیکل شي ځکه دا هم حق لري او مهاجر دي."

ځايي چارواکي وايي کوښښ‌کوي‌ چې له خلکو سره پوره مرسته وشي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وویل، "په ګلان کیمپ او د خوست په نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو سره منظمې مرستې روانې دي. دا چې له زلزله ځپلو سیمو دې ځای ته نوې کډې راغلي دي او د سرپناه په برخه کې ستونزې لري، په دې اړه هم د کډوالو ریاست ته دنده سپارل شوې چې مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي."

XS
SM
MD
LG