د لاسرسي ځای

تازه خبر

مساپر وايي د انګور اډې پر وره محدودیتونو اغېزمن کړي دي


مساپر وايي، خورا اوږد انتظار کوي خو په انګور اډه وره ورته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي - د جولای ۳۰مې انځور.
مساپر وايي، خورا اوږد انتظار کوي خو په انګور اډه وره ورته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي - د جولای ۳۰مې انځور.

د افغانستان په پکتیکا ولایت کې مساپر وايي، په ورځو، ورځو انتظار کوي، خو د پاکستان سرحدي ځواک سرتېري ورته هغې خوا ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

دوی د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت خلک په خپلو کې رشتې لري خو ازاده تګ راتګ نه شي کولای.

د دوی په وینا، ځینې خلک "سختې بیمارۍ" لري او غواړي چې د درملنې لپاره هغه لوري ته واوړي خو اړتیاوو او ستونزو ته یې پام نه کېږي.

د پکتیا د زرمت اوسېدونکی حاجي تحصیلدار وویل چې پاکستان ته د اوښتو لپاره یې دوه ورځې په تمه تېرې کړې دي. "سختو او عاجلو ناروغانو ته هم د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي."

ده وویل، هره ورځ تر ۱،۰۰۰ پورې مساپر هلته ورځي خو تر ۱۰ ډېرو کسانو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

حاجي تحصیلدار زیاته کړه، "دلته ډېر خلک په تمه وي، په دې اډه کې خلکو له خپلو ماشومانو او زنانه وو سره کوټې نیولې دي."

د ننګرهار ولایت یو مساپر فریدالله له خپل یو ناروغ سره پاکستان ته د تګ لپاره انګور اډې ته ورغلی وو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، " له سهاره مې تر ماښامه په انګور اډې بندر کې ورځ تېره کړه." د فرید الله په خبره، د پولې هغې خوا ته چارواکو "په ټوله ورځ کې په شمار اته ناروغان" پرېښوول.

فرید الله هلته موجودو کسانو ته په اشاره زیاته کړه چې هغه ټول خلک مجبوریتونه لري خو د ده په وینا، مجبوریت ته یې څوک نه ګوري.

د افغانستان اړخ ته د انګور اډې ښارګوټي عکس
د افغانستان اړخ ته د انګور اډې ښارګوټي عکس

شانزېب هم له هغو کسانو یو دی چې له خپلې کورنۍ سره د اختر لپاره پکتیکا ته تللی او اوس غواړي چې په پاکستان کې خپل کور ته واوړي.

نوموړي د جولای پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، "په خوله وايي هغه کسان چې د پکیتکا او پکتیا تذکرې ولري، پر دې لاره يې پرېږدي، خو په عمل کې يې نه پرېږدي."

بل لوري ته په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، له پاکستاني لوري سره یې بیا، بیا اړیکې نیولې دي او هڅه يې دا ده چې خلکو او ناروغ لرونکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد امین حذیفه وايي، د انګور اډې پر لاره د تلونکو مساپرو پر ستونزو پوهېږي او د هواري هڅې یې کوي. "د انګور اډې په [وره] کې واقعي ستونزه ده، دا سرحدي خلک په یو، بل لوري کې دوستۍ لري. نو موږ هم په وار وار دا خبره له [پاکستانیو چارواکو] سره شریکه کړې ده، د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د خلکو تګ راتګ په ضحیح طریقه وشي."


د افغانستان د پکتیکا د انګور اډې په څېر د خوست پر غلام خان او د کورمې د خرلڅو پر لاره هم مساپر له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

پر هغو لارو د سختیو او محدودیتونو له کبله نه یوازې دواړو لورو ته مېشت خلک له ستونزو سره مخامخ دي بلکې دوه اړخیز تجارت ته یې هم زیان رسولی دی.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې پخوانی مشر زاهد شينواری وايي چې د لارو بندېدو يا تجارت محدودېدو په نتيجه کې د افغانستان د تاجرانو پرتله د خيبر پښتونخوا تاجران زيات اغېزمن شوي دي.

خو د پاکستان يو پلاوي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي او د کاروباري چارو له سرپرست وزیر نور الدین عزیزي سره د تجارتي اړيکو پر پراخولو او د وېزو پر اسانولو خبرې کړې وې.

په کابل کې د پاکستان سفارت په دې اړه په یو بیان کې ویلي ول چې دواړه خواوې سلا شوې چې د تورخم، چمن او سپین بولدک، غلام خان او خرلڅۍ په ګډون به پر ټولو لارو د تګ راتګ وخت زیاتوي.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر ټولو لارو د خلکو د تګ راتګ اسانولو هڅې کوي او زیاتوي چې محدودیتونه یې د امنیت ټینګښت په موخه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG