د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغي زیاته شوې


د ډاکټرانو په وینا نس ناستی یا د اسهالاتو ناروغي شدید، منځنۍ او خفیف ډولونه لري او د بې پروايۍ په صورت کې یوه وژونکې ناروغي ده.
د ډاکټرانو په وینا نس ناستی یا د اسهالاتو ناروغي شدید، منځنۍ او خفیف ډولونه لري او د بې پروايۍ په صورت کې یوه وژونکې ناروغي ده.

د افغانستان روغتیايي چارواکي وايي، د خوست او پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د نس ناستي او قي (کولرا) ناروغي زیاته شوې ده او په تېره څه د پاسه یوه اوونۍ کې ورڅخه پینځه کسان مړه شوي دي.

دوی وايي، په وروستیو ۱۰ ورځو کې یوازې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د نس ناستي ۳۴۰ ناروغان وروړل شوي چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې د پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې کورنۍ له سرپناه بې برخې شوې. زلزلې تر ټولو زیات زیان د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې اړولی وو.

په سپېرې ولسوالۍ کې د یو ګرځنده روغتیایي ټیم مشر ډاکټر محمد نبي ځدراڼ مشال راډيو ته وویل، "په دې ۱۰ ورځو کې موږ د افغان دوبۍ په سیمه کې د نس ناستي ډېرې پېښې لرو، موږ په دې ناروغۍ اخته ۳۴۰ کسان ثبت او راجسټر کړي دي."

د خوست د سپېرې ولسوالۍ تر څنګ د پکتیکا د ګیان په زلزله ځپلې ولسوالۍ کې هم خلک په هغې بیکټېریايي ناروغۍ اخته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسېف مرستندویه روغتیايي مرکز - د اګست شپږمې انځور.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسېف مرستندویه روغتیايي مرکز - د اګست شپږمې انځور.

د ګیان یو دیني عالم مولوي نور جان زاهدي وايي، په هغه سیمه کې تر زلزلې وروسته یوشمېر ناروغۍ خپرې شوې دي چې د نس ناستې او قي هغه هم پکې شامله ده.

نوموړی له روغتیايي ادارو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې یادو سیمو ته ځانګړی پام وکړي.

یو روغتیايي مسوول ډاکټر سین الله وايي، تر اختر مخکې ګیان کې د نس ناستي او قي یا کولرا پېښې ډېرې وې خو په وروستیو کې دا ډول پېښې کمې شوې دي ځکه چې چارواکو په سیمه کې د څښاک د پاکو اوبو بندوبست وکړ.


بل لوري ته په خوست کې د طالبانو د حکومت روغتیايي چارواکي د سپېرې په زلزله ځپلو کې د نس ناستي یا کولرا د پېښو زیاتېدل تاییدوي او وايي، په سیمه کې يې د ناروغۍ د کنټرول لپاره یوشمېر اقدامات کړي دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل کریم مندوزي وویل، "په سپېره کې د کولرا د خپرېدو یو لامل د زلزلې له کبله له خپلو کورونو څخه د خلکو بې ځایه کېدل دي او همدارنګه په وروستیو کې پرله پسې بارانونه او سېلاوونه دي چې د څاه ګانو اوبه ورڅخه یو څه ککړې شوې دي. د دې د کنټرول لپاره مو څلور ګرځنده ټیمونه او دوه ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي چې ناروغان په خپلو سیمو کې تداوي کوي."

د ډاکټرانو په وینا، کولرا شدید، منځني او خفیف ډولونه لري او که پر وخت یې درملنه و نه شي، د مرګ لامل کېدای شي. د دوی په وینا، په کولرا په هغو ځایونو کې زیات خلک اخته کېږي چې اوبه يې ناپاکې او ککړتیا پکې ډېره وي.

XS
SM
MD
LG