د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مې کلیزه لمانځل شوې


د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۹مه په کابل کې لسګونه فعالانو د افغانستان خپلواکۍ ورځې په مناسبت لاریون کړی وو.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۹مه په کابل کې لسګونه فعالانو د افغانستان خپلواکۍ ورځې په مناسبت لاریون کړی وو.

په افغانستان کې پر داسې مهال له برتانیا څخه د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۳مه کلیزه لمانځل شوې چې له رپورټونو سره سم، وسله والو طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې پر خلکو د ملي بیرغ نه هسکولو غږ کړی وو.

خو د طالبانو حکومت ویلي دي چې په دې تړاو یې بېلابېلې غونډې جوړې کړې دي. په دې ترڅ کې د هغوی حکومت په خوست کې د خپلواکۍ ورځې غونډه جوړه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال د اګست پر ۱۵مه پوره شو.

طالب چارواکو د هېواد تر نیولو وروسته له دولتي او حکومتي ودانیو څخه درې رنګه ملي بیرغ لیرې کړ او پر ځای یې د خپل تحریک جنډه هسکه کړه.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې د خپلواکۍ ورځ د مبارکې ترڅنګ ویلي چې د افغانانو ټولو تاریخي ارزښتونو ته درناوی او ساتنه یې کوي.

افغانان د هېواد دننه او بهر د خپلواکۍ بیا اخیستو ورځې په مناسبت جشنونه او غونډې کوي. په دې لړ کې لسګونه افغانانو د اګست ۱۸مې شپې ناوخته د پېښور په حیات اباد او نورو برخو کې لاریون وکړ او خوشالۍ یې وکړې.

په خیبر پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ غړو پر ټوېټر د خپلواکۍ په مناسبت د لاریون ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د بشري حقونو پېښور مېشتي مبارز احتشام افغان هم پر ټوېټر او ټېکټاک په حیات اباد کې د جشن ویډیو خپره کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له شمېرو سره سم، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه رجسټر او همدومره نارجسټر کډوال اوسي. خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، لسګونه زره افغانان پاکستان او ایران ته هم واوښتل. په هغو هېوادونو کې مېشت افغانان اکثر هلته د خپلواکۍ په ګډون نورې ملي ورځې هم لمانځي.

د ملي بیرغ هسکولو په اړه خبرداری

اخوا رپورټونه وايي چې د طالبانو وسله والو په یوشمېر ولایتونو کې هغو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې پر کورونو یا دوکانونو یې د افغانستان ملي بیرغونه نصب کړي ول. د هغو ولایتونو اوسېدونکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو په ځینو ځایونو کې په زور په خلکو بیرغونه ورټول کړل.

د دوی په وینا، د طالبانو وسله والو د اګست پر ۱۸مه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په لاوډ سپیکرو اعلانونه وکړل چې ملي بیرغونه لیرې کړي او که چا یې د امر سرغړونه وکړه نو د "مقاومت" له "جبهې" سره به د همکارۍ په تور ونیول شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۹مه د خلکو د دعوو په غبرګون مشا راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو یوازې خلکو ته نصیحت کړی دی. "استقلال د ټولو افغانانو لوی افتخار دی او دا ورځ به نن ټول لمانځي. په ټولو ولایتونو کې، د کابل په شمول، لویې غونډې په پام کې نیول شوي دي او افغانان به دغه ورځ د خپلې تاریخي ورځې په حیث ونمانځي او هغه مسایل چې اختلافي اړخونه لري، امنیتي ځواکونو د توصیې تر کچې ټولو ته وايي. دا د امنیتي ځواکونو له خوا خلکو ته زه یو توصیه بولم چې کوم جنجال پېښ نه شي."

په خوست کې د طالبانو د حکومت وسله والو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت پرېډ هم وکړ - د اګست ۱۹مې انځور.
په خوست کې د طالبانو د حکومت وسله والو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت پرېډ هم وکړ - د اګست ۱۹مې انځور.

البته تېر کال چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او له ودانیو یې ملي بیرغ لیرې کړ نو د اګست پر ۱۷مه او ۱۸مه په خوست، ننګرهار او کونړ کې پراخ احتجاجي لاریونونه شوي ول. د اګست پر ۱۸مه، لسګونه فعالانو د لاريون په پای کې د جلال اباد پر پښتونستان واټ د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ ورپاوه.

د دې په غبرګون طالب چارواکو د اګست پر ۱۹مه په خوست کې ګرځبندیز لګولی وو او ویلي یې ول چې دا ګام یې د امنیت ټینګښت او ګډوډویو مخنیوي لپاره اخیستی دی.

د ۲۰۲۱ز کال اګست پر ۱۹مه، په کابل کې هم ګڼو ځوانانو چې ښځې هم پکې وې، د افغانستان د ملي بیرغ په ملاتړ د ښار په ځینو واټونو کې د "بیرغ زموږ هویت دی" تر شعار لاندې لاریون وکړ.

په خوست کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت غونډه

په خوست کې فعالانو او قومي مشرانو پر افغانانو د بې اتفاقۍ ختمولو او د هېواد د ابادۍ او ټېکاو لپاره د ګډو هڅو کولو ټینګار کړی دی.

دوی د اګست پر ۱۹مه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د غونډې پر مهال وویل چې افغانانو خپلواکي په مړانه ګټلې خو چې کله هم ورباندې "د پردیو په لمسون" بې اتفاقي حاکمه شوې نو له اوږدمهاله ناخوالو او بدمرغیو سره مخامخ شوي دي.

خوستي ځوان عثمان حیدر په خپلو خبرو کې وویل، هیله من دی چې ټول افغانان یو شي او "هېواد او ولس ته کار" وکړي چې افغانستان "په اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې د پرمختللیو هېوادونو په قطار کې" ودرېږي.

په خوست کې د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت غونډه د طالبانو حکومت جوړه کړې وه چې پکې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ نه وو خو ځای په ځای د طالبانو بیرغ لګېدلی وو.

خوست کې طالبانو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خپل سپین بیرغ وښود - د اګست ۱۹مې انځور.
خوست کې طالبانو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خپل سپین بیرغ وښود - د اګست ۱۹مې انځور.

غونډې ته په وینا کې قومي مشر رحیم ګل بابکرخېل وویل، افغانان په تېرو لسیزو کې د "بې اتفاقۍ" ښکار شوي دي چې له وجې یې د هېواد پرمختګ مخه ډب شوې.

قومي مشر ملک شاه پور د طالبانو د حکومت د چارواکو د اقدام ستاینه وکړه چې د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت یې غونډه جوړه کړې وه.

په مراسمو کې د طالبانو وسله والو پرېډ هم وکړ او پوځي ګاډي هم د خلکو مخې ته تېر شول.

د مراسمو په پای کې یوشمېر ورزشکارانو نمایشات هم ترسره کړل چې ورته د طالبانو د حکومت یوشمېر چارواکي، قومي مشران او د خوست اوسېدونکي ورغلي ول.

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان سفرونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:00 0:00

د افغانستان پخواني پاچا امان الله خان د ۱۹۱۹ز کال د اګست پر ۱۹مه، چې د هجري شمسي زمري میاشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، له انګرېزانو څخه خپلواکي اعلان کړه.

افغانستان د هند د نیمه وچې په څېر د برتانیا تر بشپړې واکمنۍ لاندې نه وو بلکې تحت الحمایه یا تر ساتنې لاندې (پروټېکټرېټ) هېواد وو چې له موافقې سره سم، د برتانیې ځواکونو یې د ساتنې او لندن یې پر نړیوال ډګر د استازیتوب ژمنه کړې وه. خو امان الله خان تر درېیمې افغان-انګلیس جګړې وروسته له برتانیې سره په راولپېنډۍ کې د خپلواکۍ موافقه لاسلیک کړه.

تر خپلواکۍ اخیستو وروسته شاه امان الله خان په خپله ۱۰ کلنه واکمنۍ کې اصلاحاتي بهیر ته دوام ورکړ. د نوموړي لور هندیې امان الله خان په ۲۰۱۳ز کال کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پلار یې نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو هڅې کړې وې بلکې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره یې هم اقدامات کړي ول.

XS
SM
MD
LG