د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د ولایت په مرکزي روغتون کې لا اسانتیاوې نشته


د پکتیکا مرکز ښرنې هسپتال، جولاۍ ۲۹مه ۲۰۲۲
د پکتیکا مرکز ښرنې هسپتال، جولاۍ ۲۹مه ۲۰۲۲

د افغانستان د پکتیکا مرکز ښرنې د ولایتي روغتون ناروغ لرونکي وايي، هغه هسپتال ته هره ورځ سلګونه مریضان د درملنې لپاره ورځي، خو هلته ډاکټران او روغتیايي خدمتونه د ناروغانو په پرتله کم دي.

دوی تور پورې کوي چې په روغتون کې ورسره ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي توپيري چلندکوي او وايي، غریبو او بې واسطې ناروغانو ته لازمه پاملرنه نه کېږي.

د ښرنې اوسیدونکي ملا خان ولي د جولای پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل، د روغتون ډاکټران پر وخت نه ورځي او ناروغان ورته له سهاره تر ناوخته په تمه ناست وي.

د ملا خان په خبره روغتون ته ډیری عاجل ناروغان ورځي، چې بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

ناروغ لرونکي وايي، که د ښرنې د ولایتي روغتون مسلکي عملې په ګډون د روغتیايي کارکوونکو تشکیل او ناروغانو لپاره دارو درمل ډېر نه شي، په هغه هسپتال کې وړاندې کیدونکي خدمتونه بسنه نه کوي.

دا د ولایت په سطحه یوه مرکزي شفاخانه ده، خدمتونه د ۷۵بستریز روغتون دي، خو نوم يې د ۱۵۰بستریز ورکړی دی
شمس الله

د شمس الله په نامه یو بل کس وویل، "دا د ولایت په سطحه یوه مرکزي شفاخانه ده، خدمتونه د ۷۵ بستریز روغتون دي، خو نوم يې د ۱۵۰بستریز ورکړی دی."

ده زیاته کړه چې باید هلته کارکوونکي زیات کړل شي او سم ډاکټران شفاخانې ته راوستل شي چې دا مریضان په سمه طریقه وکتل شي.

د شمس الله په وینا، "شفاخانه وړه ده او ناروغان له حده زیات دي."

د ښرنې ولایتي روغتون ته د نارینه وو سربیره لسګونه ښځې او ماشومان هم د درملنې لپاره ورځي.

زرلښته چې خپل ناروغ ماشوم يې روغتون ته وړی، د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له توپیري چلنده شکایت کوي.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، "ډاکټرانې مو سمې نه ګوري، که ماشومان لرو که نه یې لرو، دوا راپسې نه رسوي، ډاکټرانو ته ووايي چې سمه دوايي راکړي، سمه کتنه او درملنه مو وکړي، داسې خو نه کیږي چې موږ به ځو او راځو څوک به سړي لري او څوک به يې نه لري د غریبۍ او مجبورۍ وخت دی، ټولو ناروغانو ته دې په یوه سترګه ګوري. "

مریضان وايي ډاکټرانې یې سم نه ګوري
مریضان وايي ډاکټرانې یې سم نه ګوري

یوه بله ناروغ لرونکې جماله بیا د ښرنې په روغتون کې د امکاناتو د کمښت ستونزه یادوي او وايي، دا روغتون له هر پلوه سامان ته اړتیا لري.

هغې د جولاۍ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې په روغتون کې د معدې ډاکټر نشته او د دې په وینا، هلته له ګرمۍ ماشومان ژاړي او د سړو تودو امکانات نه لري.

میرمن جمالې وویل، "دلته د یو ماشوم اپنډکس دی، خو د جراحۍ ډاکټر نشته، چې درملنه يې وکړي."

بل لوري ته د پکتیکا مرکز ښرنې د ولایتي روغتون چارواکي وايي، دوی په ډیریو روغتیايي برخو کې تجربه لرونکي متخصصان لري او ناروغانو ته ټول درمل له روغتونه ورکوي.

د روغتون سرطبیب ډاکټر مطیع الله همدرد وايي، سره له دې چې د دوی هسپتال یو سل پنځوس بستریز هغه ته لوړ شوی، خو تشکیل او امکانات يې نه دي ډېر شوي.

د نوموړي په خبره که چیرې د ۱۵۰ بستریز روغتون امکانات ورکړل شي، نو په خدمتونو کې به يې لا نور ښه والی راشي.

د پکتیکا مرکز ښرنې په شان د څنګ لورو ولایتونو روغتونونه هم د تشکیل او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دي.

روغتیايي مسوولینو او ناروغ لرونکو تل رسنیو سره په خبرو کې د تشکیل او امکاناتو د ډېرولو غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG