د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيکا کې د ماشومانو ښوونځیو ته د لېږلو کمپېن پیل شوی


د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په پکتيا کې د نجونو او هلکانو ښوونځیو ته د لېږلو کمپېن پیل کړی.
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې په پکتيا کې د نجونو او هلکانو ښوونځیو ته د لېږلو کمپېن پیل کړی.

د پکتیکا په ښار، ولسوالیو او کلیو کې ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو د ورتګ لپاره عامه پوهاوی پیل شوی دی.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې یو موټریز کاروان او د هغوی یو شمېر کارکوونکي د پکتیکا په لارو او کوڅو کې ګرځي او له کورنیو غواړي چې خپلې نجونې او هلکان د هېواد او خلکو د ښه راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.

یوه ځايي مدني فعال رحمت الله رمز چې عامه پوهونکو ته نږدې ولاړ وود جولای پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې اوسمهال خلک د زده کړو په ارزښت پوۍ شوي خو بیا يې هم د نجونو زده کړو ته پاملرنه لږ ده.

ځايي فعالان وايي چې د مثبت بدلون لپاره زده کړې اړينې دي
ځايي فعالان وايي چې د مثبت بدلون لپاره زده کړې اړينې دي

دی وايي، که غواړو چې ټولنې، کلي او چاپېريال ته مثبت بدلون ورکړل شي نو دې موخو ته د نجونو د زده کړو په صورت کې رسیدلای شي.

رحمت الله رمز د ټولنې له لوستو خلکو، مدني فعالانو او مخورو غوښتنه کوي، چې په خپل چم او ګاونډ کې کورنۍ وهڅوي چې اولادونه ښوونځیو ته ولېږي او پر هغوی زده کړې وکړي.

یو بل ځوان جنت ګل غوښتنه کوي، چې نجونې دې تعلیم ته پرېښول شي او هغوی ته دې د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي: "د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لاره ښوونه روزنه ده، دوی ښوونځیو کې ښوونه روزنه ترلاسه کوي، په دې سره دوی کولای شي خپل ځان وپيژني، خپل حقوق وپيژني، الله پاک وپيژني. چارواکي دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي ځکه د پرمختګ لاره پوهه ده، موږ خپلې نجونې او هلکان ښوونځیو ته لېږو، ځکه افغانستان په پوهه جوړیدلای شي."

کتاب او لوست ته د خلکو، ځوانانو او ماشومانو د هڅونې لپاره مو ځینې پروګرامونه په پام کې دي.
مولوي محمد امين حذيفه

د مرکز ښرنې اوسیدونکی عبدالقدیم هم کورنیو ته وړاندیز کوي چې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو او کتاب لوستنې ته وهڅوي.

نوموړی زیاتوي، که چیرې کورنۍ او د ماشومانو میندې او پلرونه خپل اولادونه له ماشومتوبه ښوونځیو ته ونه لېږي او له کتاب سره يې ملګري نه کړي نو بیا د زده کړو سره بې مینې پاتې کیږي.

د عامه پوهاوي دا ډول پروګرامونه ايا د کورنیو، ماشومانو او نجونو په هڅولو کې څومره ګټور تمامېدلای شي؟

د پکتیکا يو پخوانی ښوونکی وايي: "ګلزار تنها یم، دا یو ډېر ښکلی پروګرام دی، د خلکو راوېښول دي، د خلکو دې ته هڅول دي، چې خپل بچیان منظم او منسجم کړي، لیک لوست او ښوونځي ته يې تیار کړي، یو داسې چاپیریال ورته جوړ کړي، چې ماشومان او نجونې په هغه کې وکولای شي خپل پروګرامونه پرمخ بوځي."

بل لور ته د پکتیکا چارواکي وايي، کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې لپاره يې څه موده مخکې د کتابونو یو نندارتون جوړ کړی وو او په دې اړه فعالانو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره هم ناستې شوې دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدامین حذیفه د جولای پر ۲۷مه نېټه مشال راډیو ته وویل، کتاب او لوست ته د خلکو، ځوانانو او ماشومانو د هڅونې لپاره د ځینو پروګرامونو پلي کول په پام کې لري.

په پکتیکا کې داسې مهال ښوونځیو ته د نجونو او هلکانو د هڅونې لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پیل شوی چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

له هغه وروسته چې پر افغانستان د تېر کال د اګست په نیمايي کې طالبان بیا واکمن شول دوی په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

طالبان وايي، د نجونو تعلیم په اړه "له شریعت سره سمه" پرېکړه کوي او په دې لړ کې یې یو کمېسیون د تګلارې ټاکلو لپاره کار ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG