مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د پېښور های کورټ پر چارواکو غږ کړی وو چې د معلوماتو تر لاسه کولو يا د ولس له خوا د ځای له ورښوولو سره سم دې کاروايي وکړي او ماینونه دې پاک کړي. عدالت د ۲۰۲۱ز کال په جون کې پر چارواکو غږ کړی وو چې د چاودنو ښکار خلکو کورنیو ته دې تاوانونه ورکړي.
ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.
د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ غونډې ته وویل چې په تېرو وختونو کې په عملیاتو کې ګڼ خلک کډوال شول او ښارونه وران شول خو ناامني ختمه نه شوه. ده وویل، د دې لامل دا دی چې د مسلې د هواري لپاره تګلاره واضحه نه ده.
اکمل امیر د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو افسر وو چې اوسمهال د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د یوې ډلې یو مشهور قوماندان وو.
دا منظوري د هغه قرارداد په منظورولو سره ورکړل شوې ده چې د اپرېل پر لسمه نېټه پارلمان ته وړاندې کړل شو.
ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژني، د نشهيي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.
دا پرېکړه د اپرېل پر اوومه په اسلام اباد کې د ملي امنیت کمېټۍ په هغه غونډه کې شوې چې مشري وزیراعظم شهباز شریف کوله.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق هم پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت دا اقدام پر نړیوالو ټولنې او ملګرو ملتونو د فشار راوستو لپاره دی چې په رسمیت یې وپېژني.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، بورېل دا څرګندونې بیجنګ ته د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تر سفر مخکې کړې دي.
د مارچ پر ۳۰مه په شوي هغه برید کې د اقبال مومند په ګډون څلور پولیس وژل شوي ول خو دا چې اقبال مومند شاعر هم وو نو ځکه یې خلک شعرونه لیکي او یادونه یې کوي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې وي او یا هم داسې ګواښ موجود وي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.
دولتي خبري اژانس وايي، مسرت هلالي د رتبې له پلوه تر ټولو مشره ججه وه چې د پېښور های کورټ مشرۍ ته ونومول شوه.
د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار تېر ماښام مشال راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې، د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي
تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په هغو هېوادونو پاکستان، ترکیه، قطر او چین هم شامل دي چې په افغانستان کې فعال ډېپلوماټیک ماموریتونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو اونیو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې په پنجاب او اسلام اباد کې د پولیسو او تحريک انصاف غړيو ترمنځ وخت په وخت نښتې شوې دي.
تر دې وړاندې ویل کیده چې راپور به له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د يو کال پوره کېدو پر مهال خپرېږي خو وروسته د ادارو د کار د دوام له امله وځنډېده.
د ډبليو اېف پي ویاند وحید الله اماني زیاتوي، "که نوی فنډ ترلاسه نه کړو نو مطلب به یې دا وي چې موږ به یوازې څلور مېلیونه کسانو ته په اپرېل میاشت کې مرستې رسوو."
په ۲۰۲۱ز کال کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې ړنګ کړ. له هغه وخت راهیسې کمېسیون له هېواده بهر فعالیت کوي.
نور وښیئ