د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د مخالفه ډلې د یو قوماندان وژنې دعوه کړې


طالبان وايي، اکمل امیر یې په پروان ولایت کې وژلی دی - پخوانی انځور.
طالبان وايي، اکمل امیر یې په پروان ولایت کې وژلی دی - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا کړې چې د خپلو وسلوالو مخالفانو یو قوماندان اکمل امیر یې وژلی دی.

د هغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د اپرېل پر ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې په شویو عملیاتو کې د امیر اووه ملګري هم وژل شوي دي.

اکمل امیر د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو افسر وو چې اوسمهال د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د یوې ډلې یو مشهور قوماندان وو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې یوه مسوول چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کوله، مشال راډیو ته وویل، چې په سیمه کې نښتې څو ساعته دوام کړی خو د هغه په وینا، داسې شواهد یې نه‌ دي ترلاسه کړي چې په حقيقت کې د اکمل امیر او د هغه د ملګرو وژنه ثابته کړي.

بل پلو د مقاومت ملي جبهې په نوم ډلې پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه د خپل مشر احمد مسعود په حواله لیکلي چې د افغانستان د ازادۍ جبهې دوه قوماندانان اکمل امیر او بصیر احمد اندرابي له طالبانو سره په څو ساعته جګړه کې وژل شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته د ازادۍ جبهې او مقاومت ملي جبهې په نوم ډلو د افغانستان په شمال کې د طالبانو پرضد جنګېږي.

طالبانو له هغه وخت راهیسې د هغو ډلو پر وړاندې یوشمېر ځلې عملیات کړي دي. خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د ۲۰۲۲ز کال په جون کې په یوه رپورټ کې ویلي ول چې د طالبانو د حکومت وسلوالو د افغانستان په پنجشېر ولایت کې یوشمېر ملکي وګړي د مقاومت جبهې په نوم له مخالفې وسلوالې ډلې سره د اړیکو په تور په غیرقانوني ډول ځورولي او بندیان کړي دي.

البته د طالبانو حکومت هغه رپورټ رد کړی وو او ویلي یې ول چې له هېچا سره زور زیاتی نه کوي.

XS
SM
MD
LG