د لاسرسي ځای

تازه خبر

نفوسو ته د بیا کتنې اداره وايي، په افغانستان کې جرمونه زیات شوي دي


په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۵ فیصده کوکنار پیدا کړي دي. پخوانی انځور
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۵ فیصده کوکنار پیدا کړي دي. پخوانی انځور

د نړۍ د نفوسو د بیا کتنې اداره وايي، افغانستان د جرمونو له امله د نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې فساد، قتل، هدفي وژنې، د نشه‌ يي توکو قاچاق، انسان تښتونه او د پیسو مینځل لا هم روان دي.

له افغانستانه وینزویلا، پاپووانیوګيني او سویلي افریقا مخکې دي او په دې نوم‌ لړ کې یې په ترتیب سره له لومړۍ تر درېیمې درجې ځای خپل کړی.

ادارې ویلي، په افغانستان کې زیاتې شوې بې روزګارۍ له امله بې وزلي زیاته شوې چې ورسره په هغه هیواد کې جرمونه زیات شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا راپور نه‌ مني او وايي چې په افغانستان کې جرمونه د تېر په پرتله کم شوي دي.

هغه د اپرېل پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې هغه راپور ناسم او پر حقایقو ولاړ نه دی. ده وویل، "دا اوس موږ په ټول افغانستان کې نږدې ۱۰ زره بندیان لرو چې نیمايي یې حقوقي دي او یوه او بل سره دعوې لري''

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۰مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته وویل، چې په یو کال کې یې ۶۸۵۱۶ کسان یې له ټول هیواده د جرمونو په تور نیولي دي.

د نړۍ نفوسو د بیا کتنې ادارې په راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ز کال کې افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه تر کوکنار تولید کړي ول.

د دې ادارې له قوله، که څه هم طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې د کوکنارو د کښت مخه به نیسي، خو د کوکنارو کښت د افغانستان د کړکېچن اقتصاد یوه مهمه برخه ده او د طالبانو لپاره به یې یو مخ له‌منځه وړل ستونزمن وي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو د کښت مخه نیولي او هره ورځ یې د له‌منځه وړو لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG