د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکومت پر "مخنيوي" سربېره پاکستان تحريک انصاف په لاهور کې جلسه کوي


 د پولیسو او تحریک انصاف د پلویانو ترمینځ سږ کال تر ټولو زیاتې نښتې د مارچ په میاشت کې شوي دي ـ زوړ عکس
د پولیسو او تحریک انصاف د پلویانو ترمینځ سږ کال تر ټولو زیاتې نښتې د مارچ په میاشت کې شوي دي ـ زوړ عکس

په داسې حال کې چې پاکستان کې سیاسي وضع له تېرو څو اونیو راهیسې کړکیچنه ده، د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاهور کې جلسه اعلان کړې ده.

د ګوند مشر عمران خان نن (د مارچ پر ۲۵مه) پر ټویټر لیکلي، په مینار پاکستان کې د ګوند شپږمه جلسه کوي.

هلته بیا د پنجاب حکومت د جلسې ځای ته تلونکې لارې د کنټېنرونو په درولو تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو اونیو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې په پنجاب او اسلام اباد کې د پولیسو او تحريک انصاف غړيو ترمنځ وخت په وخت نښتې شوې دي.

د اسلام اباد او پنجاب پولیسو د ګډوډیو او پر سرتېرو د حملو په تړاو د تحریک انصاف ګوند سلګونه غړي او پلویان نیولي دي. پر هغو کسانو د سرکار په کار کې د مداخلت، ناقانونه وسلو لرلو، له پولیسو سره د نښتو او په ټولنه کې د ګډوډۍ خپرولو تر څنګ د ترهګرۍ تورونه هم پورې شوي دي

د اسلام اباد پولیس دا ادعا هم کوي چې د مارچ ۱۸مې د تاوتریخوالي، نښتو او ګډوډیو پر مهال ۶۳ پولیس سرتیري او افسران ژوبل شوي ول.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د مارچ پر ۲۵مه په لاهور کې په یوه مقدمه کې د ترهه ګرۍ ضد عدالت ته د حاضریدو وروستو خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې حکومت یې ۱۶۰۰ پلویان نیولي دي.

ټاکل شوې وه چې تحریک انصاف د مینار پاکستان جلسه د مارچ پر ۱۱مه وکړي خو هغه وخت د پنجاب حکومت د پاکستان سپرلیګ کرکټ میچونو او هلته د امنیت حالاتو ته په کتو به صوبه کې د بندېز ۱۴۴مه دفعه لګولې وه. حکومت په هغه ورځ ګوند ته د جلسې اجازه ورنه کړه خو د مارچ پر ۱۲مه یې ورته د جلسې کولو وویل. حکومت هغه وخت د هیواد امنیتي حالاتو ته په کتو د سیاسي غونډو پر مهال د "ستر خطر" یادونه هم کړې وه.

د پولیسو او تحریک انصاف د غړیو ترمینځ کړکیچ د مارچ په نیمایي کې وروسته له هغې زیات شو چې عمران خان محکمې تر بللو وروسته هلته له ورتلو ډډه وکړه. نوموړي دریځ لرلو چې ژوند ته یې خطر دی. له دې وروسته عدالت د هغه د نیولو امر ورکړ، له دې وروسته د ګوند پلویان په لاهور کې د هغه کور زمان پارک خواوشا ورټول شوي ول.

عمران خان د مارچ پر ۱۸مه د اسلام اباد ضلعي عدالت ته ورغې، قاضي د هغه د ګرفتارۍ امر منسوخ کړ. عدالت په رسمي ډول د خان د تورنولو لپاره د مارچ ۳۰مه نېټه ټاکلې ده.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نا اهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG