د لاسرسي ځای

تازه خبر

وژل شوی پولیس افسر، اقبال مومند "په قام ميين پښتون شاعر" په توګه ياديږي


اقبال مومند د خپل دفتر مخې ته - انځور له ارشيفه
اقبال مومند د خپل دفتر مخې ته - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د وژل شوي پولیس افسر اقبال مومند پر مرګ لا هم ګڼ خلک پر ټولنیزو رسنیو ویرنې کوي او د هغه شعرونه او ویناوې خپروي.

د مارچ پر ۳۰مه په شوي هغه برید کې د اقبال مومند په ګډون څلور پولیس والا وژل شوي ول خو دا چې اقبال مومند يو ملتپاله شاعر هم وو نو ځکه یې خلک ډير يادوي.

ډير خلکو د اقبال مومند دا شعرونه پر فېسبوک خپاره کړي چې نوموړي پکې په سیمه کې د تشدد، ټوپک، تربوزک، جګړې او ددې تر شا د کردارونو یادونه کړې ده.

مونږه خو په ګل هم چې څوک وولي خوږیږو

زمونږه خو نفرت دی له ټوپکه ټېکداره!

اقبال کې نورې ټولې نښانې د ازمرو دي

ویریږي له دې توره تربوزکه ټېکداره!

مومند د پېښور متنو د ادیزو کلي اوسیدونکی وو، شپږ وروڼه او یوه خور لري. نوموړي د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د پولیس دنده کړې وه، خو په ورستیو کې له تېرو څه دپاسه دوو کلنو راهیسې په لکي مروت پولیسو کې افسر وو. د هغه په ګاډي د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

اقبال مومند په پولیسو کې د کار ترڅنګ په پښتو مشاعرو کې هم وخت په وخت برخه اخیسته.

د اقبال مومند کلیوال او د هغه د سکول د وخت شاعر ملګری فضل مومند وایي، اقبال په لومړیو کې ولسي شاعري کوله خو وروسته یې مزاحمتي شاعرۍ ته مخه کړه. فضل مومند مشال راډیو ته وویل، اقبال چې څه لیدل هغه یې په شاعرۍ په خپل انداز بیانول.

هغه زیاته کړه: ''زمونږ په علاقه کې طالبان ول، دلته متنو کې یې ډېره تباهي کړې وه. اقبال یې پر ضد شاعري کوله. هغوی ته یې بزدل او ویریدونکي ویل او دا ځکه چې هغوی (وسله والو) خپل مخونه پټه ساتل.''

پر ټولنیزو رسنیو د اقبال مومند هغه شعر چې د پولیس افسر طاهر داوړ له مرګه وروسته یې هغه ته لیکلی وو، ځینو خلکو خپور کړی او خوښ کړی دی.

تاسو کوئ د جنازې تابیا - مونږه نن بل یو انډیوال راوړو

طاهر داوړ د ۲۰۱۸ز کال په اکتوبر کې له اسلام اباده ورک شوی وو، چې وروسته یې مړی د نومبر پر ۱۳مه ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ننګرهار ولایت کې موندل شوی وو.

پر فيسبوک ګڼو خلکو د اقبال مومند داسې شعرونه شريک کړي چې پکې له سختدريځۍ د کرکې، سولې سره د مینې او د لر او بر پښتنو د يووالي پيغامونه دي. د عزیر ارمان په نامه يو تن د اقبال مومند په ويډيو کې ویلی دا شعر شريک کړی:

دا د باډر ماډر کیسې ټولې بې کاره کیسې - هم مې په زړه کې پېښور، هم مې کابل ساتلی

پروفیسر او شاعر یاسر علی شاه یاسر وایي، د اقبال مومند دنده که څه هم د ټوپک او کارتوس سره وو، خو په شعرونو کې هغه ټوپک غندلې او کرکه یې ورسره ښودلې ده.

هغه مشال راډيو ته وويل: ''د ټوپک او کارتوس په مینځ کی، د اقبال مومند رنګین قلم او روان غزل لیکلو ته سړی ګوته په خله کیږي، د هغه په غزل کی دری څیزونه ارمان، رومان او دوران په خپلو کی غاړه غړۍ ول.''

د اقبال مومند زوی محمدعرفان ساحل مشال راډيو ته ويلي‌چې پلار یې د پولیسو نوکري په ایماندارۍ کوله. نوموړي زیاته کړه چې پلار یې پر ځان تکلیف تېراوه خو کوشش یې کاوه چې په خپلو اولادونو ښه روزنه او تعلیم وکړي.

XS
SM
MD
LG