د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلمان په ملک کې پر یوه وخت د انتخاباتو منظوري ورکړه


 د پارلمان د شریکې غونډې کارروايي‌ د مې میاشتې تر ۱۵مې ڼېټې ځنډول شوې ده. 
د پارلمان د شریکې غونډې کارروايي‌ د مې میاشتې تر ۱۵مې ڼېټې ځنډول شوې ده. 

د پاکستان پارلمان د دې منظوري ورکړې ده چې په ملک کې دې د صوبايي‌ او قومي اسمبلۍ لپاره انتخابات پر یوه وخت وکړل شي.

دا منظوري د هغه قرارداد په منظورولو سره ورکړل شوې ده چې د اپرېل پر لسمه نېټه پارلمان ته وړاندې کړل شو.

په قرارداد کې ویل شوي چې په ملک کې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو ټاکنې له ایین سره سمې د نګران حکومت تر څارنه لاندې ترسره شي.

قرارداد زیاته کړې چې په پنجاب کې د پارلمان تر ټولو زیاتو چوکۍ دي نو هلته تر نورو وړاندې انتخابات به پر نورو صوبو منفي اغېز وکړي.

د قومي اسمبلۍ پر رسمي ټویټر پاڼه ورکړل شوي چې د پارلمان د شریکې غونډې کارروايي‌ د مې میاشتې تر ۱۵مې ڼېټې ځنډول شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وفاقي کابینې پرېکړه وکړه چې د ټاکنو کولو لپاره د پيسو بېلولو په اړه د سپريم کورټ پر فیصله دې په پارليمان کې بحث وشي.

د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د اپريل پر نهمه رسنيو ته په ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي چې کابینې پر دې مسله اوږد بحث وکړ او مناسبه وګڼل شوه چې نورې خبرې پرې په پارليمان کې د خلکو استازي وکړي.

خبرپاڼه لیکي چې د قانون وفاقي وزیر سېنېټر اعظم نزیر تارړ د روانو سیاسي او اییني مسلو د بېلا بېلو قانوني اړخونو په اړه د کابینې غونډې ته معلومات ورکړل او د غونډې د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

شنونکي: سیاسي او اییني بحران د بیړني حالت خطر پیدا کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:42 0:00

دا له هغه وروسته ده چې تېره اونۍ د پاکستان سپريم کورټ د ټاکنو کمېشن ته حکم کړی وو چې په پنجاب کې دې د مې پر څوارلسمه انتخابات وکړي.

همداراز حکومت ته ويل شوي وو چې د دې ټاکنو لپاره دې د اپريل تر لسمې د انتخاباتو کمېشن ته پیسې ورکړي. د پاکستاني رسنيوو تر مخه، دا خوا او شا ۲۱ اربه روپۍ کيږي.

تر دې مخکې په دې اړه قامي اسمبلۍ د يو قراداد له لارې د سپريم کورټ پرېکړه د حکومت او ټاکنو کمېشن په کار کې مداخله بللې او رد کړې وه.‌

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې به د اکتوبر پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان ايتلافي حکومت او د انتخاباتو کمېشن ژر ټاکنې نه کولې او ويل یې چې په ټول ملک کې دې انتخابات دې په يو ځای،‌ پر خپل قانوني وخت، د اکتوبر په مياشت کې وشي.

خو تحريک انصاف چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې یې اسمبليانې تحليل کړې وې، ژر انتخابات غوښتل.

چيف جسټس عطا بنديال له خپلې خوا د دې مسلې نوټس اخیستی وو او د مقدمې اورېدنې لپاره یې يوه پنځه کسیزه کمېټې جوړه کړې وه.

په پينځو ججانو کې درې ججانو د ټاکنو ژر کولو په ملاتړ او دوو یې په مخالف کې رايه ورکړه. د پاکستان ایتلافي حکومت دا فیصله نه منله.

حکومت پر چيف جسټس عطا بنديال تور پورې کړی چې د تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم، عمران خان ملاتړ کوي او په وينا یې چې پرېکړې یې د هغه د خواهشاتو مطابق دي.

حکومت د چيف جسټس د استعفا غوښتنه کړې ده. چيف جسټس عطا بنديال په دې اړه څه نه دې ويلي او تحريک انصاف وايي‌چې حکومت د بې ځايه الزامونو په لګولو سره له انتخاباتو تښتي.

XS
SM
MD
LG