د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسرت هلالي د پېښور های کورټ "لومړۍ ښځینه مشره قاضیه" ټاکل شوې ده


د پېښور های کورټ د اوسني مشر قاضي قیصر رشید خان دنده د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسي.
د پېښور های کورټ د اوسني مشر قاضي قیصر رشید خان دنده د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي چې مسرت هلالي لومړۍ ښځه ده چې د پېښور های کورټ د مشرې قاضیې په توګه ټاکل شوې ده.

اژانس د مارچ پر ۲۹مه خبر ورکړی دی چې نوموړې به د اپرېل پر لومړۍ نېټه د اوسني مشر قاضي قیصر رشید خان تر تقاعد وروسته نوې دنده پیلوي.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر عارف علوي د هلالي نوم د پېښور های کورټ مشرۍ لپاره منظور کړ.

دولتي خبري اژانس وايي، مسرت هلالي د رتبې له پلوه تر ټولو مشره ججه وه چې د پېښور های کورټ مشرۍ ته ونومول شوه.

د اژانس په خبره، هغه د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد د یوه های کورټ چیف جسټسه کېږي.

تر هلالي مخکې طاهره صفدر د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې د بلوچستان های کورټ مشره قاضیه وټاکل شوه.

د بلوچستان های کورټ پر ووبپاڼه راغلي چې طاهره صفدر د ۲۰۱۸ز کال د سېپټېمبر له پیله د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر تر څلورمې پورې د هغه عدالت مشره قاضیه وه.

پېښور های کورټ پر خپله ووبپاڼه د مسرت هلالي لنډ ژوندلیک خپور کړی دی چې پکې راغلي چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه او د پېښور پوهنتون له خیبر لا کالج (د قانون پوهنځي) څخه یې د وکالت بریلیک ترلاسه کړ.

تر دې وروسته هغې تر اوږدې مودې پورې د وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.

د های کورټ ووبپاڼې په وینا، مسرت هلالي له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۴ز پورې د خیبر پښتونخوا د اېډېشنل سرکاري وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.

تر هغې وروسته نوموړې د خیبر پښتونخوا د چاپېریال ساتنې جرګګۍ او داراز، د کار په ځای کې د ښځو ځورونو د پلټونکې په توګه هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG