د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټام ویسټ: افغانان غواړي چې اوسنۍ ننګونې په خبرو هوارې شي


ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.
ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، افغانان غواړي چې اوسنۍ ننګونې د خبرو له لارې هوارې شي.

ټام وېسټ وايي، په دوحه کې یې د "د افغانستان راتلونکي فکر فورم" په نوم غونډه کې له یو شمېر افغانانو او د امریکا له شریکانو سره کتلي دي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۵مه نېټه په یو لړ ټویټونو کې د دې غونډې په اړه معلومات ورکړي دي.

ټام وېسټ زیاتوي، "د دې غونډې هر افغان ګډونوال د خبرو له لارې د افغانستان د اوسنیو ننګونو د هواري او له جګړې سره د مخالفت غږ کړی."

د ټام وېسټ په خبره، په دې غونډه کې یې د طالبانو د چلند غندنه او د هغوی د ملاتړ په اړه اورېدلي او تر خوا یې هغه وړاندیزونه هم تر لاسه کړي چې څه ډول نړیواله ټولنه اوسنۍ ننګونې حل کړي.


نوموړي زیاته کړې ده چې د افغانستان راتلونکي فکر فورم د افغان مېرمنو او نارینه‌ وو یو متحرک ترکیب دی چې اقتصاد پوهان، د بشري حقونو فعالان، پخواني وزیران او قومي مشران پکې راټول شوي دي.

ټام وېسټ هیله ښيي چې د دې غونډې ګډونوال به خپل پیغامونه طالبانو، د افغانستان نورو مشرانو او نړیوالو ته ورسوي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دوحه کې د دې جوړې شوې غونډې په اړه خپل نظر نه‌دی ښودلی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام وېسټ د اپرېل پر ۱۳مه د قطر او ترکیې په سفر راوتلی دی.

د هغه د سفر له پیل سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ولیکل، ټام وېسټ به په قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې د یادو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو، د یو شمېر نورو هېوادونو له ډیپلوماټانو، افغان سوداګرو، د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري مرستو له متخصصانو سره وګوري.

په دوحه کې داسې مهال د افغانستان په ننګونو بحث کېږي چې د نړیوالو له غوښتنو سره سره، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه نه‌دي لېري کړي او تر خوا یې د یوه همه شموله حکومت په جوړېدو کې پاتې راغلي دي.

رپورټ: امېد زهیرمل

XS
SM
MD
LG