د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه وايي چین د اوکراین جګړې پر مهال د روسیې ملاتړ کوي


جوزف بورېل (له ښي لوري لومړی) د اپرېل پر څلورمه په برسلز کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن سره.
جوزف بورېل (له ښي لوري لومړی) د اپرېل پر څلورمه په برسلز کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن سره.

د اروپايې ټولنې د بهرنېو چارو تګلارې مشر جوزف بورېل تور پورې کړی دی چې چین پر اوکراين د روسیې يرغل پر مهال د مسکو "ملاتړ" کوي.

هغه دا کار له ملګرو ملتونو سره د چین د ژمنتیاوو "ښکاره سرغړونه" وبلله خو په دې اړه یې څه ثبوت وړاندې نه کړ.

بورېل د اپرېل پر څلورمه په برسلز کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن سره یوځای په خبرو کې پر بیجنګ انتقاد وکړ او و یې ویل چې ''د يرغلګر طرفداري نه شي کېدای."

د ده په خبره، د ملګرو ملتونو "د امنيت شورا له يو دایمي غړي څخه دا واضحه تمه کېږي چې پر نړیوالو اصولو د ولاړ نظم دفاع وکړي."

هغه زیاته کړه چې دا د "چين اخلاقي ذمه واري ده چې له عادلانه امن سره ودرېږي."

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، بورېل دا څرګندونې بیجنګ ته د اروپايي ټولنې د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون تر سفر مخکې کړې دي.

بیجنګ د بورېل څرګندونو په ځواب کې لا څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د اوکراین جګړه دې له ډېپلوماټیکو لارو ختمه شي.

تر دې مخکې امریکا هم پر چین تور پورې کړی وو چې په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته وسلې ورکوي. خو د اروپايي ټولنې مشرې فن دېر لېین د مارچ پر پینځمه ویلي ول چې په دې برخه کې یې له امریکا څخه "هېڅ ثبوت نه دی ترلاسه کړی."

تر دې دوه ورځې مخکې، اروپايي ټولنې چین ته خبرداری ورکړی وو چې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي.

چین په ښکاره ډول پر اوکراین د روسیې یرغل په غندلو کې پاتې راغلی چې دې په واشنګټن او برسلز کې اندېښنې زېږولې دي.

دا راز په وروستیو کې چین او روسیې د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړي کولو هڅې هم کړې دي. چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ د مارچ پر ۲۰مه د روسیې سفر پر مهال له هغه هېواد سره د "همکاریو زیاتولو" نوې موافقې وکړې. شي هغه مهال په اوکراین کې د جګړې په اړه ویلي ول چې بیجنګ له ډېپلوماټيکو لارې د هغې شخړې هواری غواړي.

غربي هېوادونو د چین د سولې وړاندیز رد کړی دی ځکه چې په هغه ۱۲ نکاتي دوسیه کې یې د روسیې دریځ او خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی.

چین په هغه پلان کې د تاوتریخوالي کمولو او بالاخره د اوربند غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG