غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
محمود خان په قبایلو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې ناامنیو ته په اشاره وویل، د هغو سیمو ولس د امنیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي نو اوس وخت دی چې
په ۲۰۱۴م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت پنځه اربه ډالره و خو اوس دا يواځې ۵۰ مليونه ډالرو ته راټيټ شوی دی. په دې عمل سره د داوړو هېوادونو ګڼ ولسونه بېروزګاره شوي دي
په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډې ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخارحسېن ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په راتلونکې غونډه کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي.
عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکې ده.
په پاکستان کي د بشري حقونو کارکونکو د حکومت له لوري د ۱۸ غېر حکومتي نړيوالو مرستندويه ادارو د تړلو پرېکړه رد کړې او دا يې ناسمه بللې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود دا تور رد کړ چې د قبایلو جرګې ته یې ویلي ول چې داوړ د استخباراتي ادارو کسانو له ځانه سره وړی دی.
د وزیرستان قومي مشرانو او سرکاري ملازمینو جرګې له حکومته غوښتي چې له اسلام اباده د لادرکه شوی پولیس چارواکی طاهر داوړ پیدا کړي.
په پېښور کې خبریالانو د خپلو یو شمېر همکارانو د بې روزګاره کېدو خلاف د اکتوبر پر ۲۶مه احتجاجي ناسته پیل کړې ده.
په اسلام اباد کې د چارشنبي په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ کمېټي په غونډه کې د بجلۍ نوي نرخ لوړولو منظوري ورکړل شوې ده.
پېښور های کورټ د زیارت په ورځ د پوځي عدالتونو لخوا نولسو کسانو ته د تره ګرۍ د تورونو په اساس اورول شوې د مرګ سزاګانې نا قانونه ګرځولې دی او د هغوی د خوشېکولو امر یې ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ۷۸مې حلقې څوکۍ ګټونکې ثمر بلور وايي، د ښځو د حقونو لپاره به کار کوي. نوموړې د اکتوبر پر ۱۵مه په ضمني انتخاباتو کې تر بریا وروسته مشال راډیو ته وویل، د دې مېړه هارون بلور له وژنې سره یې په کور کې یوازې ماشومان او کونډې پاتې دي خو ولس ورسره مړانه وکړه او اسمبلۍ ته یې وټاکله.
د قبايلي سيمو زدکونکو غورځنګ (ټرایبل يوت موومنټ) د اکتوبر د شپږمې پر ماښام، په پيښور کې د ګورنر هاوس مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته د اصلاحاتو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی محمود خاند پیښور پوهنتون پر زده کوونکو د پوليسو لخوا د تشدد په اوه د پلټنو لپاره د پارليماني کميټۍ جوړولو اعلان کړی دی.
پراګ - په پېښور پوهنتون کې پر زده کوونکو د پولیسو تر تشدد وروسته د اکتوبر پر پینځمه په پېښور، چارسدې، بنو او ډېره اسماعیل خان کې د پوهنتونو زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي.
د پخوانيو قبایلي سیمو په خيبر پښتونخوا صوبې تر ورګډېدو وروسته د خاصه دارو اتحادیې د حکومت لخوا د خاصه دارۍ نظام د ختمولو پر خپرو شويو خبرونو اندېښنه ښودلې ده.
د پښتونخوا ولسي تحریک ډاکتر سید عالم مسید د غورځنګ په استازيتوب په جرګه کې ګډون کړی وو. ده مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومت پلوه جرګې له غړو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې له حکومته دې د خبرو واک واخلي خو هغوی ورته وویل چې د دې ضرورت نشته.
د تکړه قبايلي خویندو ټولنې په پخوانيو قبایلي سیمو کې ښځو ته د خپلو رایو کارولو په اړه د اګاهۍ یو کمپاین پیل کړی دی چې موخه یې په راروانو ټاکنو کې هغوی هم د سړیو غوندې تکړه کول او فعاله کول دي.
په پېښور کې د مترقي ډلو یوه اتحاد د تېلو د بیو زیاتوالي ضد مظاهره کړې ده. دې احتجاج کوونکو د دوشنبې پر ورځ له حکومته غوښتنه وکړه چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو د بیو د زیاتوالي په اړه له پرېکړې لاس په سر شي. خو حکومت وايي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې ویناوالو وویل، د قبایلي اصلاحاتو قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي. د اتوار پر ورځ (مې ۲۷) په مظاهره کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي وورول چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.
نور وښیئ