د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور لوی عدالت ۱۹ تورن کسان له پانسۍ کېدو وژغورل


پېښور های کورټ د زیارت په ورځ د پوځي عدالتونو لخوا نولسو کسانو ته د تره ګرۍ د تورونو په اساس اورول شوې د مرګ سزاګانې نا قانونه ګرځولې دی او د هغوی د خوشېکولو امر یې ورکړی دی. په پېښور های کورټ کي ځینو وکیلانو او مدني فعالانو د دغه عدالتي فیصلې ستاینه کړې ده.

د پېښور های کورټ یو وکیل شهاب خټک وایی عدالت په دې فېصله کی ډېره د تورزني وښودله: (د پېښور هایی کورټ مشر قاضي وقار احمد او قاضی لال جان خټک ددغه قضیې اورېدنه وکړه او۱۹ کېسونه فیصله شو،او د سزا شویو کسانو د بريکولو امر یې ورکړو، پېښور های کورټ د انصاف د اصولو ډېر خیال وساتلو او لویه خبره دا ده چې له جراته یې کار واخیستلو، زموږ په عدلیه دا تور دی چې هغه د ریاستي ادارو ترشا ولاړه ده نو له دې سره هغه یو تاثر تر یوحده کم کړلو.)

هم په دې لړ کی د پېښور های کورټ یو بل وکیل فضل خان وايي په پوځي عدالتونو کی د بشری حقونو سرغړونه کیږي او تورن کسانو ته د خپلې صفایۍ پوره حق نه ورکولو کیږي. پوځي عدالتونه په پېښور کی په ارمی پبلک سکول د برید روستو جوړ شوي وو او تر دې دمه په یادو عدالتونو کی تر یو سل اتیاوو نه زیاتو کسانو ته د تره ګرئ د تورونو په اساس د مرګ سزاګانې ورکړل شوي دی ،خو بیا د فاقی معاملاتو او د حکومت په ضد د کېسونو یو پخوانې سرکاری وکیل اقبا مومند وايي چې پوځي عدالتونه د ۲۳م آئینی بدلون لاندې جوړ کړل شوې دی او د یادو عدالتونو فېصلې قانونی حیثیت لری خو په هایی کورټ یا سپریم کورټ کی ددغه فېصلو په ضد خلک اپیل کوالۍ شي.

یاده دی وی چې د پېښور پر آرمي پبلک سکول تر برید روستو په ۲۰۱۵م کی د تره ګرو دسزاکولو لپاره اول د دوو کلونو لپاره جوړ کړل شوی وو او بیا وقاقی حکومت په ۲۰۱۷م کی د نورو دوو کلونو لپآره ددې موده وغځوله. تر دې دمه د دریو سوو نه د زیاتو شکمن وسلوالو مقدمې په پوځي عدالتونو کی چلول شوی دی چې پکی یو سل اتیاوو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوې دې. خو پېښور های کورټ د زیارت په ورځ د۱۹کسانو د مرګ په سزاګانو د پوځي عدالتونو امر غېر وقانونی وګرځولو او دغه کسان یې بې ګناه ورګرځول او ددوی د خوشی کولو امر یې ورکړو.

XS
SM
MD
LG