د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت د بجلۍ نرخ لوړ کړی دی


پاکستان بجلۍ پيداوار ته ضرورت لري.
پاکستان بجلۍ پيداوار ته ضرورت لري.

په اسلام اباد کې د چارشنبي په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ کمېټي په غونډه کې د بجلۍ نوي نرخ لوړولو منظوري ورکړل شوې ده.

په اسلام اباد کې د چارشنبي په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اقتصادي همکارۍ کمېټي په غونډه کې د بجلۍ نوي نرخ لوړولو منظوري ورکړل شوې ده.

د بجلۍ نوي نرخونو کې په يو يونټ به يو روپي او شپږ پيسي اضافه کېږي. د پاکستان د بريښا نظم ادارې (نېپرا) د بجلۍ په نرخونو کې تر ۱۴ فيصده اضافه کړي ده. د نېپرا ترمخه د بجلۍ ۳۰۰ واخلي تر ۷۰۰ پوري يونټو به لس فيصده اضافه کېږي او د ۷۰۰ زياتو يونټو مصرف کولو په صورت کې به ۱۵ فيصده اضافه کيږي.

د واکمن تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلي غړي صاحبزاده صبغت الله مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ په نرخونو کې د اضافي بوج به په عام ولس نه وي بلکي په لويو صنعتونو به وي. ده زياته کړه:

''د تېر حکومتونو ناسمو پالېسو له وجې هېواد اقتصادی بحران سره مخامخ دی او موجوده حکومت په سختو پرېکړو مجبوره شوي دي.''

بلخوا په پيښور کې اوسيدونکې وايي د بجلۍ په نرخونو کې اضافه د منلو وړ نه ده. پيښور کې پر سړک غاړه ميوو او بکسټو يو پلورونکي وايي په اوړي کې د بجلي بل ۳۰۰۰ و خو د روان مياشت بل يې ۴۵۰۰ زيات دي.

دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې د بجلۍ او ګيس په نرخونو کې کمي راولي او عام ولس ته سهولتونه ورکړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا د سوداګرو او صنعتکارانو د اتحادیې پخواني مشر زاهدالله شنواري مشال راډيو ته ويلي دي چې د بجلۍ د نرخ زیاتولو سره به د صوبې په صنتعتونو بد اثرات پریوځي.

ده زياته کړه

''د خېبر پښتونخوا صنعتونه خو ډېر کم داسې مصنوعات تولیدوي چې بهر هېوادونو ته لېږدول کیږي. له افغانستان سره د نورو کلونو پر تله تجارت هم کم شوي دي. که د بجلۍ نرخونه نور هم زیاتیږی نو دا به په صنتعتونو بد اغيز وکړي.''

په پاکستان کې د بجلي په نرخونو کې اضافه په داسي حال کې شوی چې د اوبو سرچينو وفاقي وزير فېصل واډا په اسلام اباد کې څو ورځي وړاندي خبريالانو ته وويل حکومت یې د بهرنۍ پانګونې راجلبولو او کارخانو چلولو لپاره ګېس او بجلۍ پېداوار ته سخت ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG