د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۷مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړې: عمران


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

پېښور - د پاکستان وزيراعظم وايي، هېواد يې د روانې ډېسېمبر میاشتې پر ۱۷ مه د افغان سولې په اړه امریکا او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو زمينه برابره کړې ده. عمران خان دا خبره پرون [ډېسېمبر ۱۴مه] په پېښور کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړو غونډې ته په وینا کې وکړه.

عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکې ده.

په افغانستان کې د سولې په اړه وزیر اعظم زیاته کړه چې که په افغانستان کې امنيت راشي نو پېښور به د تجارت او سېلګرۍ په یو مرکز بدل شي.

"د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ او د امن له وجې به پېښور ته تر منځنۍ اسیا پورې لارې خلاصې شي او پېښور د تجارت او سېلګرۍ یو لوی مرکز جوړېدلای شي."

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او د دې هېواد له مشرانو يې وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

ښاغلي خلیلزاد سیمې ته په خپل اوسني سفر کې تر اوسه پورې له افغان مشرانو، پاکستانیانو، روسي چارواکو او د ناټو له مقاماتو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي او تمه ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په متحده عربي اماراتو او قطر کې هم خبرې او بحثونه وکړي.

سیمې ته د زلمي خلیلزاد سفر د روانې ډېسېمبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه پای ته رسېږي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG