د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون تحفظ غورځنګ او حکومت پلوه جرګې خبرې له خنډ سره مخامخ شوې دي


پښتون تحفظ غورځنګ وايي، حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي
پښتون تحفظ غورځنګ وايي، حکومت دې ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي

پېښور - پښتون تحفظ غورځنګ وايي، د غړو د ورکولو او د حکومت له لوري د جرګې په اړه د رسمي اعلان نه کولو له وجې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي.

د غورځنګ پلاوي د جولای پر اتمه له جرګې سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د ټولنیز فعال او د تحریک ملاتړي حیات پرېغل نیول او ورکول د سرغړونو وروستۍ بېلګه ده.

د پښتونخوا ولسي تحریک ډاکتر سید عالم مسید د غورځنګ په استازيتوب په جرګه کې ګډون کړی وو. ده مشال راډیو ته وویل، دوی د حکومت پلوه جرګې له غړو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې له حکومته دې د خبرو واک واخلي خو هغوی ورته وویل چې د دې ضرورت نشته.

مسید وايي: ((موږ ورته وویل چې ضرورت نشته دی نو دا جرګه هېڅ حیثیت نه لري.))

ده وویل، له جرګې سره یې په خبرو کې د حیات پرېغل د نیولو او ورکولو موضوع هم یاده کړه.

مسید وايي، له پرېغل سره ظلم شویدی ځکه چې ((هغه خو د پي ټي اېم یوې جلسې کې هم نه وو. هغه خو دوبۍ کې وو،)) نو ولې نیول کېده؟

دی وايي، جرګې ورته وویل چې استخباراتي ادارو ورته ویلي چې پرېغل له هغوی سره نه دی. مسید زیاتوي: ((موږ ورته وویل چې [پرېغل] چې تاسې نشئ راخلاصولای نو موږ ولې په ارام کښېنو؟))

سید عالم مسید وايي، جرګې ته یې په بیا بیا ویلي چې له حکومته دې د واک ډاډ واخلي
سید عالم مسید وايي، جرګې ته یې په بیا بیا ویلي چې له حکومته دې د واک ډاډ واخلي

د پرېغل کورنۍ د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د جولای پر پینځمه، شپې مهال ځېنې وسله وال د ډېره اسماعیل خان په ظفر اباد کې د دوی کور ته ورغلل.

د پرېغل ورور او پلار وايي، په وسله والو کې ځېنو د پولیسو وردۍ یا یونيفورمونه اغوستلي ول او نوموړی یې له ځانه سره یووړ.

له هغه وخت راهیسې د هغه هېڅ پته نه ده لګېدلې.

حیات پرېغل (ښي خوا ته) له منظور پښتین سره
حیات پرېغل (ښي خوا ته) له منظور پښتین سره

پولیس وايي، پرېغل یې نه دی بیولی او د نامعلومه کسانو ضد یې پرچه دایره کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نوموړي د ورکولو ضد د احتجاجونو غږ کړی وو چې په ترځ کې یې د جولای پر اوومه او اتمه په ډېره اسماعیل خان او پېښور کې مظاهرې وشوې.

هلته له پښتون تحفظ تحریک سره د خبرو لپاره ټاکل شوې حکومت پلوه جرګې ویلي دي چې مسلسل هڅې کوي چې د خبرو سلسله ماته نشي.

اړوند موضوعات:

محسن داوړ: ''ملګري مو تر اختر مخکې پرېږدئ, ګنې جرګه نه کوو''

پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت سره خبرو لپاره د جرګې غړي اعلان کړل

" امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي نیولي دي"

کراچۍ کې د پي ټي ایم پر مشرانو مقدمې درج شوې

د جرګې په استازیتوب ملک خان مرجان مشال راډیو ته وویل، د جولای پر ۱۷مه یې غونډه وربللې او بیا له غورځنګ سره خبرې کوي.

ده وویل، حکومت ته یې د ورکو کسانو موضوع هم یاده کړې او د تحفظ غورځنګ نورې غوښتنې یې هم ورته یادې کړې دي.

ملک خان مرجان زیاتوي چې حکومت پلوه جرګه پوره واک لري.

هلته د غورځنګ یو بل غړی لیاقت یوسفزی وايي، دا یو تضاد دی چې له یوه لوري له دوی سره د مذاکراتو لړۍ روانه ده او بلې خوا ته بیا د دوی پر ملګرو فشار زیاتېږي.

د اډیالې بندیان عدالت ته د بیولو پر مهال
د اډیالې بندیان عدالت ته د بیولو پر مهال

ده په روژې کې په اسلام اباد کې د غورځنګ د غړو او ملاتړیو د نیولو او بیا د جون تر ۲۱مې د هغوی په اډیالې زندان کې د بندي کولو مثال هم ورکړ او ویې ویل چې په دې صورت کې به دوی له حکومت پلوه جرګې سره خبرو ته څنګه دوام ورکړای شي؟

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ څخه په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنی پرلت وهلی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حکومت دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي، ماورای عدالت وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان په مقدمه کې تورن پولیس افسر ته دې سزا ورکړي، په قبایلي سیمو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي او له قبایلي سیمو څخه دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بېلا بېلو بیانونو او خبري غونډو پر مهال تکرار کړی دی چې د غورځنګ زیاتره غوښتنې یې منلې دي.

XS
SM
MD
LG