د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوهنتون پر زده کوونکو د تشدد خلاف احتجاجونه


په بنو کې د زده کوونکو مظاهره
په بنو کې د زده کوونکو مظاهره

پراګ - په پېښور پوهنتون کې پر زده کوونکو د پولیسو تر تشدد وروسته د اکتوبر پر پینځمه په پېښور، چارسدې، بنو او ډېره اسماعیل خان کې د پوهنتونو زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي.

د پېښور يونيورسټۍ زده کوونکي وايي چې په پوهنتون کې د موجوده ستونزو خلاف به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

د زده کوونکو درې سازمانونه پلان لري چې د جمعې تر لمانځه وروسته، د پېښور پریس کلب مخې ته هم احتجاج وکړي.

په پېښور پوهنتنون کې کلک امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې زده کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د اکتوبر پر څلورمه دې پر محصلینو د شوي تشدد پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر څلورمه، د پېښور پوهنتون د طلبا محاذ مشر سهېل محمود مشال راډيو ته وويل چې د محصلینو يو شمېر تنظيمونو په يونيورسټۍ کې د تعليمي فيسونو د زياتوالي، د مالي او انتظامي بې قاعدګيو او پر هاسټلونو د غېر قانوني چاپو خلاف سوله ييز احتجاج کاوه چې پوليسو ورباندې تشدد وکړ:

((موږ په سوله ييز ډول د انتظامې لخوا په فيسونو کې د زياتوالي او په پوهنتون کې د روانو نورو غېرقانوني کارونو خلاف احتجاج کاوو چې پوليسو موږ په کوتاکونو ووهلو او په موږ يې اوښکی بيونکی ګيس استعمال کړو. زموږ يو شمېر ملګري ژوبل شوي دي.))

​د پېښور يونيورسټۍ وياند علي عمران د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دا وخت د څوارلسم داخلې روانې دي نو د پوهنتون دننه د هېڅ قسمه احتجاج یا غونډو اجازت نشته او د قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده لګېدلې ده.

دی وايي:

((د فيسونو زياتولو پرېکړه د سنډيکېټ ده او دا څو کاله مخکې شوې. کومو زده کوونکو چې احتجاج کاوه نو دا د پېښور پوهنتون نه دي. دا د نورو تعليمي ادارو زده کوونکي دي چې په هاسټلو کې پاتې کيږي او د پوهنتون چې کوم خپل زده کوونکي دي ، د هغو ځايونه او نورې اسانتياوې کاروي.))

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د پنجشنبې پر ماخوستن خبریالانو ته وویل چې د پېښور پوهنتون زده کوونکو د احتجاج پر مهال د لګول شوې۱۴۴ دفعې خلاف ورزي کوله نو ځکه ونیول شي:

(( ۱۴۴ یو سل او څلور څلوېښتمه دفعه هم د دې لپاره وي چې قانون باېد و منل شي. که احتجاج یې کاوو نو کړې به یې و، چا ترې منع کړي نه وو، خو چې تاسو د انتظامیې خلاف دعوې کوۍ نو هلته خو نور زده کوونکي ، جینکۍ او ماشومان وي، چې خپله داخله کوي.))

هلته د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند یوې سیاستوالې نګهت اورکزۍ ویلي چې د پنجشنبې شپې مهال یې د ۲۸ زده کوونکو ضمانت وکړ او هغوی یې له حوالاته خلاص کړل.

تر اوسه معلومه نه ده چې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د اخ و ډب په پېښو کې څومره کسان ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG