د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پولیسو مشر وایی د داوړ وژنې په اړه د ډېرو پوښتنو ځواب نه لري


د داوړ مړی د ننګرهار قامي مشرانو پر تورخم د قبایلو مشرانو ته وسپاره
د داوړ مړی د ننګرهار قامي مشرانو پر تورخم د قبایلو مشرانو ته وسپاره

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر صلاح الدین مسود د نومبر په ۱۷مه په پېښور کې خبريالانو ته ويلي چې طاهر خان داوړ د وژنې پلټنو لپاره د اسلام اباد پوليسو سره همکاري کوي او د ګډې پلټنيزي ډلې نتيجو ته انتظار کوي.

د پوليسو مشر په حيات اباد کې د طاهر خان داوړ له کورنۍ سره تر غمرازۍ وروسته وویل چې د ډېرو پوښتنو ځوابونه اوس نشي ورکولی:

"له لومړۍ ورځې راهېسې د پېښور پولیس د اسلام اباد د پولیسو سره په اړیکه کې دي. زه د یو شمېر پوښتنو ځوابونه اوس نشم ورکولی، دا ځوابونه وفاقي حکومت او د اسلام اباد پولیس ورکولی شي."

مسود دا تور رد کړ چې د قبایلو جرګې ته یې ویلي ول چې داوړ د استخباراتي ادارو کسانو له ځانه سره وړی دی.

ده زیاته کړه چې د داوړ تر ورکېدو وروسته یې جرګې ته ویلي ول چې که نوموړی ذاتي دښمني نه لري، نو خوشې به شي.

داوړ د اکتوبر پر ۲۷مه (ځېنې رسنۍ ۲۶مه نېټه یادوي) له اسلام اباده ورک شو او د نومبر پر ۱۴مه یې پاکستانیو چارواکو د مړینې تصدیق وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هغې ورځ په یوه بیان کې وویل چې افغان چارواکو ورته ویلي چې د داوړ مړی له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په ننګرهار ولایت کې موندل شوی.

تر دې وروسته، په ننګرهار کې قامي مشرانو پر تورخم د پاکستان چارواکو ته له جسد سپارلو انکار وکړ او د نومبر پر ۱۵مه چې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په مشرۍ قبایلي مخور ورغلل نو مړی یې هغوی ته وسپاره.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت شهریار اپریدي او د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر هغه ورځ پر کابل تور پورې کړ چې د مړي په سپارلو کې یې رویه مناسبه نه وه.

خو د نومبر پر ۱۶مه، په پاکستان کې افغان سفیر وویل، افغان مشرانو په پوره درناوي د پولیس افسر طاهر داوړ مړی سمبال او پر تورخم یې پاکستانیو چارواکیو ته وسپاره.

حضرت عمر زاخېلوال پر ټوېټر تر هغې وروسته بیان خپور کړ چې د نومبر پر ۱۵مه ماخوستن د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې د طاهر داوړ تښتونه، په افغانستان کې یې مړی موندل کېدل او بیا د جسد سپارلو پر مهال د افغان چارواکو چلند شک ورپیدا کړی دی چې دا کار ښايي په افغانستان کې د یوه ترهګر سازمان نه وي.

افغان سفیر په خپل بیان کې ویلي ول چې افغان قامي مشرانو د داوړ مړی وموند، غسل یې ورکړ، جنازه یې وکړه او بیا یې په پوره درناوي پر تورخم پاکستانیو چارواکو ته وسپاره ځکه چې دا د پښتنو دود دی.

بیان وايي، دا برخورد د دواړو خواو د پښتنو د وېش پر ځای باید د یووالي لپاره وکارول شي.

په عین وخت کې د پاکستان حکومت د نومبر پر ۱۷مه د داوړ د وژنې پلټنو لپاره ګډه پلټنیزه ډله اعلان کړه خو د طاهر خان داوړ کورنۍ، قبایلي جرګې، پښتون ژغورني غورځنګ او نورو یو شمېر ګوندونو حکومتی پلټونکی ډله رد کړې.

دوی وايي، داوړ له اسلام اباده تښتول شوی او په ننګرهار کې یې مړی موندل شوی، نو ځکه دا موضوع نړیواله ده او پر نړیواله سطح یې تحقیقات په کار دي.

XS
SM
MD
LG