د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: خبریالانو د خپلو هکارانو د بې روزګاره کېدو پرضد غږ پورته کړی


د خبریالانو د احتجاج یو پخوانی عکس
د خبریالانو د احتجاج یو پخوانی عکس

په پېښور کې خبریالانو د خپلو یو شمېر همکارانو د بې روزګاره کېدو خلاف د اکتوبر پر ۲۶مه احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

د خیبر یونین اف جرنلسټس مشر سیف الاسلام سیفي مشال راډیو ته وویل چې دوي د خبریالانو د روزګار په اړه اندېښمن دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل ، دوي غوښتنه کوي چې د خبریالانو د بې روزګاره کولو روانه لړۍ دې ودرول شي.

ده وویل په ټول پاکستان کې تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ د رسنیو کارکوونکي لرې کړل شوي دي چې ۱۷ یې یوازې په پېښور کې یوې ادارې بې روزګاره کړي دي.

احتجاج کوونکو خبریالانو تور پورې کړ چې د رسنیو مالکان او هېواد ادارې د میډیاکارکونکو خلاف یو ځای شوي دي او د بجټ د کمي په نوم د دوی استحصال روان دی.

مظاهره چیانو وویل ، کې چېري لرې کړل شوي خبریالانو ته بیرته کار ورنکړل شو نو دوي به خپل احتجاجونه جاري وساتي.

د رسنیو مالکانو او حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. خو وزیراعظم عمران خان څه موده وړاندې د رسنیو له مالکانو سره په ملاقات کې د میډیا د مسلو د حل کولو ډاډ ورکړی و.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې په اسلام اباد او د ملک په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د خبریالانو سازمانونو د خپلو ستونزو د هواري لپاره احتجاجونه کړي دي.

احتجاج کوونکي خبریالانو یوازې له مالي ستونزو سر نه ټکوي بلکې دا هم وايي چې پر دوي سنسرشپ او تشدد هم کېږي.

پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.

په پاکستان کې پر رسنيو د بنديزونو او سنسرشپ تورونه د سږکال په لومړنيو مياشتو کې پیل شول او د جولای ۲۵ مې تر ټاکنو له مخه نورهم زيات شو.

خو حکومت د خبریالانو دا تورونه ردوي چې ګواکې خبري رسنۍ په ازاده توګه کار کولو ته نه پرېښودل کېږي.

XS
SM
MD
LG