غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د تکړه قبايلي خویندو ټولنې په پخوانيو قبایلي سیمو کې ښځو ته د خپلو رایو کارولو په اړه د اګاهۍ یو کمپاین پیل کړی دی چې موخه یې په راروانو ټاکنو کې هغوی هم د سړیو غوندې تکړه کول او فعاله کول دي.
په پېښور کې د مترقي ډلو یوه اتحاد د تېلو د بیو زیاتوالي ضد مظاهره کړې ده. دې احتجاج کوونکو د دوشنبې پر ورځ له حکومته غوښتنه وکړه چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو د بیو د زیاتوالي په اړه له پرېکړې لاس په سر شي. خو حکومت وايي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په مظاهره کې ویناوالو وویل، د قبایلي اصلاحاتو قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي. د اتوار پر ورځ (مې ۲۷) په مظاهره کې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي وورول چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.
د جمعيت علما اسلام (ف) او د قبايلي سيمي يو شمېر ټولنو او مشرانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره پيل کړې ده او وايي چې د یکشنبې پر ورځ له اسمبلۍ څخه د فاټا اصلاحاتو بل به منظورۍ ته نه پرېږدي.
د جمناسټېک دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ وشوې چې پکې ځېنې یې د کابل او نورې د خیبر پښتونخوا لوبډلې وګټلې او په دې توګه یې لومړی مقام تر لاسه کړ. دا سیالۍ د پېښور په قیوم سټېډییم یا لوبغالي کې وشوې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اروپايي هېواد هالېنډ کي د کیوکنهوف په نوم د ګلونو نندارتونونه هر کال په اپرېل او مې میاشتو کي د ولس لپاره پرانيستل کېږي. د دغه نندارتون لپاره هر کال بېلا بېل موضوعات ټاکل کېږي چې سږ کال ورته ((په ګلونو کي مينه)) موضوع ټاکل شوې ده. د کیوکنهوف منتظمین وايي چې هر کال له ۱۰ لکونو نه زیات خلک
د پېښور پر چارسدې سړک یا روډ یو کلی دی چې ګل بېله نومېږي. هلته د جمعې پر ورځ خلک خپل ښکاري سپي ورولي او د ځغل سیالي یې کوي. دوی له دې لارې د خپلو سپیو روزنه هم کوي او د ښکار لپاره یې د توان اندازه هم لګوي. ویډیويي رپورټ.
پېښور های کورټ د دوشنبې ورځ ناوخته د تحریک نفاذ شریعت محمدي د مشر خوشېکولو خواست منظور کړی دی او د یاد عدالت وقار احمد نومي قاضي په ضمانت د هغه د خوشي کولو منظوري ورکړی ده.
پېښور: وزیر اعلا سیکرټرېټ پېښور د خپور شوي بیان ترمخه د نهې په ورځ د صوبې اعلا وزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د جماتونو امامانو ته د میاشت په سر د ۱۰ زرو روپو د وظیفې ورکولو منظوري ورکړه.
پېښور:د خېبر پښتونخوا پولیسو مشر ای جي پي صلاح الدین مسود د دوشنبې پر مازیګر په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې د تېر کلونو په نسبت په مجموعي توګه سږ کال د ترهګرۍ په پېښو کې۵۱ فیصده کمی راغلی دی.
پېښور: پېښور های کورټ نن (چارشنبه) د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار د پخواني ویاند احسان الله احسان د نه پرېښودلو لنډه پرېکړه واوروله.
ميا افتخار حسين وايي، په پېښور، کوټه او وزيرستان کې چاودنې ښيې چې په پاکستان کې لاهم ترهګري ختمه شوې نه ده.
په پېښور کې اسلامیه کالج پوهنتون ته مخامخ د زرعي روزنیز مرکز پر لیلیې یا هاسټل برید شوی دی. پولیس وايي، د جمعې پر سهار تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو د روزنیز مرکز ودانۍ دننه وسله وال وژلي دي.
پیښور کې په زرعي روزنیز مرکز ترهه ګر برید سره ته رسېدلی دی چې د ځايي چارواکیو په خبره د درېو بریدګرو په ګډون دولس کسان وژل شوي دي.
له حکومت سره تر موافقې وروسته د تحریک لبیک یا رسول الله غړو په پېښور کې هم خپل احتجاج ختم کړی دی. دوی د نومبر له شپږمې راهیسې په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوله
تر اسلام اباد او نورو ښارونو وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د تحریک لبیک یا رسول الله ځېنې غړو په پېښور او نوښار کې هم مظاهرې او لاریونونه کړي. دوی په خپلو ویناګانو کې ګواښ وکړ چې د حکومت تر استعفا به احتجاج کوي. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
پر ښځو د تشدد مخنیوي او ښځو ته د واک اختیار تر لاسه کولو لپاره کارکوونکې ادارې - روزن - په یو تازه رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې ۳۶ فیصده ښځي د کورني تشدد ، ۲۶ فیصده د نفسیاتي تشدد او ۳۰ فیصده ښخي د اقتصادي تشدد ښکار دي.
په پېښور کې د سېکانو په ښوونځي له عصري او دیني تعلیم سره سره موسیقي هم زده کوي. دا سکول په ۱۹۹۰مه لسیزه کې جوړ شوی او منتظمین یې وايي چې د سېکانو ټولنه یې تمویلوي. دوی له شاوخوا ۱۰۰ بې وزله ماشومانو څخه پیسې هم نه اخلي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قامي وطن ګوند د ښځو څانګې په ډېره اسماعیل خان کې د یوې نجلۍ د بې پردې کولو په کلي کې د ګرځولو د پېښې غندنه کړې. د ۱۶ کلنې نجلۍ د بې حجابه کولو پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه شوې وه. پولیس وايي، یو شمېر کسان یې نیولي. پر دې موضوع مو د قامي وطن ګوند له دوو مخکښانو نصرت خټک او نرګس امین سره خبرې کړې دي
نور وښیئ