د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان حکومت دې د امريکا او طالبانو په راتلونکې غونډه کې شامل کړل شي'


'افغان حکومت دې د امريکا او طالبانو په راتلونکې غونډه کې شامل کړل شي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:15 0:00

'افغان حکومت دې د امريکا او طالبانو په راتلونکې غونډه کې شامل کړل شي'

په پېښور پوهنتون کې د 'پاک افغان امن کانفرنس' په نوم يوې غونډه کې ويل شوي چې په دغه سيمه کې امن، روزګار،تعليم او روغتيا ته ډېر زيان اوښتی نو د پاکستان په ګډون دې نور سيمه ييز هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره مخلصانه رول ولوبوي.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه شوې دې غونډه کې د عوامی نېشنل ګوند مرکزي سیکرتر میاافتخارحسېن په دا وروستيو کې په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ مذاکرات ګټه ور وبلل. نوموړي زياته کړه چې دا ښه خبره ده چې پاکستان د امريکا په وينا افغان طالبان د سولې ميز ته کېنوي خو د ده په وينا افغان حکومت بايد د سولې له بهيره ونه ايستل شي.

افتخار حسېن زياته کړه که چېرې افغان حکومت په مذاکراتو کې شامل نه کړل شو نو د سولې بهير ګټه نه کوي.

تر غونډې وروسته د باچا اېجوکېشنل فاونډېشن مشر خادم حسېن مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان او پاګستان تر منځ د اړيکو خرابېدو، پولې تړل کېدو او بې باورۍ پيدا کېدو وروسته يو شمېر څانګې اغېزمنې شوي دي.

"په ۲۰۱۴م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت پنځه اربه ډالره و خو اوس دا يواځې ۵۰ مليونه ډالرو ته راټيټ شوی دی. په دې عمل سره د داوړو هېوادونو ګڼ ولسونه بېروزګاره شوي دي."

د غونډې لپاره له کابله ورغلې يوې زده کوونکې امينه حيدري وويل چې د داوړو ولسونو تر تګ راتګ او دا ډول غونډې جوړول مثبت اغېز لري.

د دې غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حکومتي ، تجارتي، اقتصادي او تعلیمي اړيکو پر ښه کولو هم ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG