عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پښتنو د کلتوري ارزښتونو بیاژوندي کول اړین دي. نوموړي د اکتوبر د شپږمې پر ماښام په نیمه قبایلي سیمې بکه خېلو کې یوې کلتوري او ادبي غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د پښتنو په کلتور کې د بهرنیو ارزښتونو مخنیوی مهم دی. غونډې ته نورو پوهانو هم ویناوې وکړې
پراګ - په پېښور پوهنتون کې پر زده کوونکو د پولیسو تر تشدد وروسته د اکتوبر پر پینځمه په پېښور، چارسدې، بنو او ډېره اسماعیل خان کې د پوهنتونو زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي.
پاکستاني چارواکي وايي، دا ځکه اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره خپله سوداګري تر یوه چوکاټ لاندې راوړي. تر اوسه له افغانستان سره زموږ ټوله سوداګري بې سنده روانه ده.
د پاکستان انتظامی او پوځي چارواکي وايي د ۲۲م ستمبر په غرمه د شمالي وزیرستان په دته خیلو کی د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې د حیدرخېلو، زګرخېلو او ایپي سیمې د کجورو یا خرما لپاره پېژندل کېږي. په هغو سیموکې د خرما طبیعي ونې دي او همدا لامل دی چې د وزیرستان وره ته کجوري ویل کېږي. دا کجورې په دوبي کې پخېږي او د سیمې اوسېدونکي یې ټولوي او بیا یې ماشومان د سړک پر غاړه خرڅوي. له دوی سره مو خبرې کړې دي.
د شمالي وزیرستان انتظامیې په افغانستان کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو باندې غږ کړی چې د واپسۍ لپاره دې خپل اسناد د خپلو مشرانو په واسطه په ورځ دوه کې د غلام خان زیرو پواینټ ته ورسوي.
د شمالي وزیرستان د میرامشاه د خبریالانو مرکز د اګست پر ۳۰مه بیا پرانیستل شو. دا مرکز په ۲۰۱۴ز کال کې په سیمه کې تر پوځي عملیاتو وروسته تړل شوی وو چې وروسته د قبایلي سیمو د چارو دفتر بیا ورغاوه. خبریالان د پرېس کلب بیا پرانیستو ته خوشاله دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په شمالي وزیرستان کې د ښځو او سړیو د ووټونو مرکزونو ته ګڼ خلک ورروان دي او د جولای پر ۲۵مه د قامي اسمبلۍ استازي ټاکي. انځوریزه ګالري وګورئ.
په بنو کې د قامي یوې او صوبايي اسمبلۍ د څلورو څوکیو لپاره د استازو ټاکلو بهیر روان دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا برید د جولای پر ۱۳مه، له بنو ښاره خواوشا ۲۰ کیلومیټره لرې په هوېد سیمه کې هغه مهال وشو چې درانی جلسې ته په لار وو.
چارواکو او اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای اتمې شپې مهال شوې ده او وژل شوی کس د ټولنې یو فعاله غړی او په یوه شخصي ښوونځي کې استاد وو.
د شمالي وزیرستان میرامشاه درپه خېل سرای کډوال ګیله من دي چې د سیمې ټول بې کوره کړل شوي خپلو سیمو ته ستانه شوي خو دوی لا هم در په دره د کډوالۍ ژوند تېروي.
په شمالي وزيرستان کې تېره ورځ په هدفي وژنه کې د پوليټيکل محرر حميد الله وزير تر وژل کېدو وروسته، ځايي ځوانانو د خالي له ماښام (د جون دویمه) راهیسې، په ميرلي کې مظاهره پېل کړې ده.
د وزیرستان ځوانانو سازمان د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پرلت اعلان کړی او پر ولس یې غږ کړی دی چې ځان د میرعلي څلورلارې ته ورسوي.
پولېټیکل اېجنټ ایاز خان د مې پر ۱۸مه پېشلمي (پېشمني) مهال مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، انتظامي چارواکو او د شمالي وزیرستان یوه پوځي چارواکي مېجر جنرال اظهر اقبال عباسي بېګا د پرلت له ګډونوالو سره خبرې وکړې.
په بنو کې د سوداګرانو یوه سازمان او تحفظ ختم نبوت د ((پاکستان زنده باد)) په نوم لاریون کړی دی. د لاریون ګډونوالو په ویناو کې وویل، پوځ د ترهګرۍ د ختمولو لپاره قربانۍ ورکړې دي. دوی پر پښتون تحفظ غورځنګ تورونه هم پورې کړل چې هغوی په بیا بیا رد کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې پښتانه نه يواځې د ترهګرۍ ښکار شوي بلکې د ترهګری پر ضد جګړه کې هم وژل شوي دي. نوموړي نن [شنبه] د خېبر پښتونخوا په بنو کي د غورځنګ لخوا جوړ شوي ((امن سېمينار)) ته د وينا پر مهال زياته کړه چې د پښتنو د حقونو لپاره به خپله سوله ييزه مبارزه جاري ساتي او
شاهد خاقان عباسي به د غلام خان بندر د نوي جوړ شوي ټرمېنل، ميرامشاه بازار او بس ټرمېنل پرانسته کوي.
د ځايي چارواکیو په وینا برید په نیمه شپه نېږدې یوه بجه د شندي ګل پر کور شوی دی او تر اوسه د پېښې په تړاو نه څوک نیول شوي او نه هم چا د برید ذمه واري منلې ده.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، وسله والو ډاډ ورکړی دی چې هغوی به پرامن اوسي خو نوموړي د وسله والو ډلو نوم وا نه خیست.
نور وښیئ