د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د اکرم خان دراني پر کاروان برید شوی


د بنو چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي. ۱۳ جولای ۲۰۱۸
د بنو چاودنې یو ژوبل تن روغتون ته وړل کېږي. ۱۳ جولای ۲۰۱۸

بنو - د خیبر پښتونخوا په بنو کې د متحده مجلس عمل د سیاستوال اکرم خان دراني پر قافله برید شوی دی.

پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې دا برید د جولای پر ۱۳مه، له بنو ښاره خواوشا ۲۰ کیلومیټره لرې په هوېد سیمه کې هغه مهال وشو چې درانی جلسې ته په لار وو.

پولیس وايي، باروت په موټر سایکل کې ایښوول شوي ول.

د بنو چاودنې تصویر
د بنو چاودنې تصویر

دوی وایي، په حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۴ ژوبل دي او درانی له بریده روغ وتلی دی.

روغتیايي چارواکي وايی، د بنو په روغتون کې د ځېنو ژوبلو حالت خراب دی.

درانی په ټاکنو کې د متحده مجلس عمل له خوا د قامي اسمبلۍ د ۳۵مې حلقې څوکۍ ته ولاړ دی.

هغه په تېر وفاقي حکومت کې د کور او کار د چارو وزیر او تر دې مخکې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر هم پاتې شوی دی.

د اکرم دراني نوم په هغه لېسټ کې هم شامل دی چې څو ورځې د مخه د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې نیکټا خپور کړی وو.

نیکټا ویلي ول چې د عمران خان، اسفندیار ولي خان، افتاب شېرپاو او اکرم خان دراني په ګډون یو شمېر سیاستوالو ته د ټاکنیز کمپاین پر مهال د برید ګواښونه دي.

د جولای د ۱۲مې پر ماښام د بلوچستان په خضدار کې هم د بلوچستان عوامي ګوند د انتخاباتي له دفتر سره نېږدې په چاودنه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

همدا راز د نهې پر ورځ د پېښور په یکه توت کې د عوامي نېشنل ګوند مخکښ او د ټاکنو لپاره امېدوار هارون بلور په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

په پاکستان کې د ۲۰۱۳ز کال د ټاکنو کمپاین پر مهال هم بریدونه شوي ول چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ګڼ غړي او مشران وژل شوي ول.

د ټاکنو په کمپاین پیل شویو بریدونو سیاستوال او سیاسي ګوندونه اندېښمن کړي دي خو د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک د امېدوارانو د خوندیتوب لپاره د لازمو ګامونو د اخیستو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG