د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: پر غلام خان بندر افغان تولیدات نه پرېښودل کېږي


شمالي وزیرستان باندې پر غلام خان بندر نوې سرکاري چونګۍ
شمالي وزیرستان باندې پر غلام خان بندر نوې سرکاري چونګۍ

د خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ غلام خان بندر نه یوازې د دغه سیمې د ولسونو د اقتصادي ژوند یوه لویه تکیه ده بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ یو له لویو ګودرونو دی چې د سږني کال په اوږدو کې یې پرانستنې ته، د دغه ناکراره سیمې چې په کلونو کلونو ترهګرۍ ځپلې او لاهم د وسله والو پاکولو لپاره له پوځي عملیاتو تمبېږي، د سوکالۍ او ټېکاو پر لوري د یوه ستر ګام په هیله وکتل شول.

خو څلور میاشتې پس، سوداګر وايي غلام خان بندر هغه سوکالي و نه راټوکوله چې ژمنې یې شوې وې ځکه د چونګۍ ( کسټمي) په نامه بندېزونو د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ د ازادې سوداګرۍ مخه ډب کړې ده.

قمر زمان د شمالي وزیرستان مرکز مېرامشاه کې یو له هغو ګڼو سوداګرو دی چې روزي یې له افغانستان پر راوړونکیو توکیو ولاړه ده.دی وايي، سوداګرو پرېکړه کړې چې د کسټم چارواکیو د دغه فیصلې پرضد به په احتجاج سړکونو ته راوځي:

''موږ حیران یو چې د کسټم یو کلکټر راځي او پر غلام خان بندر د افغانستان له لوري پر سوداګرۍ د بندېز لګولو امر کوي. چې له پاکستانه مالونه ځي نو له افغانستانه ولې نه شي راتلی؟ له احتجاج پرته بله لار نه شته، موږ به سړکونو ته وځو، او د بنو - غلام خان سړک به تړو. پر دغه بندر روان کاروبار باندې مو ژوند روان دی.''

عبدالله خان وايي، ”هرڅوک پوهېږي چې د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري هله غوړېدلای شي که دوه-اړخیزه وي. موږ په افغانستان کې ډېر پوروړي یو. “

د شمالي وزیرستان یو بل سوداګر عبدالله خان وايي کسټم چارواکي یې نه پرېږدي چې له افغانستانه ټماټر او انګور راتېر کړي.

دی وايي کله چې په [مې میاشت] کې بندر واز شو نو کاروبار مو وغوړېدلی خو اوس بیرته مړاوي شوی.

''له کلونو پس د غلام خان بندر خلاصېدو ته ډېر خوشاله وو، خو له بده مرغه کسټم چارواکیو بیا خنډونه جوړ کړي دي. موږ له پاکستانه مالونه وړو خو په واپسۍ کې له افغانستانه پر غلام خان بندر مالونه نه شو راتېرولی. سوداګري کله هم یو-اړخیزه نه وي او نه کېږي.''

د شمالي وزیرستان سوداګر وايي کسټم چارواکي یوازې پاکستاني کاروباریان پرېږدي چې سېمټ، خواړه او الېکټرونکي توکي افغانستان ته تېر کړي خو دوی نه پرېږدي چې د افغانستان جوړ سامانونه راتېر کړي. ډېری لاهم نه پوهېږي چې دوی لکه په کوم قانون پسې ولاړ شي.

عبدالله خان وايي، ”هرڅوک پوهېږي چې د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري هله غوړېدلای شي که دوه-اړخیزه وي. موږ په افغانستان کې ډېر پوروړي یو. “

نوموړی وايي ”که د دواړو هېوادونو ترمنځ ازاده سوداګري وي او بې له بندېزه مالونه تېر شي نو ګټه کېږي. په دې کې باید هېڅ کاغذي کاروايي و نه شي. “

د عبدالله خان په خبره په ۲۰۱۴ کال جون میاشت کې چې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر څلورو کلونو د غلام خان بندر وتړل شو نو سوداګرو زښته لوی تاوانونه وګالل. هغه مهال په عملیاتو کې تر یو میلیون زیات وګړي بې کوره کړل شو چې د پوځ په وینا له سیمې یې وسله والو شړل.

په خوست کې سوداګر انور خان وايي پر غلام خان بندر د چونګۍ بندوبست (کسټم منظمولو) په نامه له بندېزونو کاروبار په ټپه درېدلی دی. د نوموړي په وینا د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري کېږي او باید چې دا د سیاست ښکار نه شي.

”غلام خان بندر چې خلاص شو نو موږ ورته ډېر هیله من ول چې اوس به دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو افغانانو کاروبار پرمخ ولاړ شي خو له بده مرغه د پاکستان ځینې ګامونه د دوی سوداګري اغېزمنوي. اوس د پاکستان نه تش په نامه محدود مالونه افغانستان ته په غلام بندر راځي او له افغانستانه مالونه پرغلام خان بندر پاکستان ته نه پرېښودل کېږي. افغانستان کې د مېوو موسم دی، باغوانان پرېشانه دي او خپلی مېوی نزدې پر غلام خان بندر پاکستان ته نه شي وړلی، موږ د پاکستان او افغانستان دولت ته خواست کړو چي غلام خان تر ټولو نزدی لار ده او باید دواړه هېوادونه دې ته متوجه شي او سوداګري له سیاسته لیرې وساتي. د دواړو هېوادونو ترمنځ چې سوداګري وي نو به اړیکې ښې وي او ورورولي به وي. “

انور وايي له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د هغه ګڼ ټرکونه چې په مېوو او رسیو (سخړو) بار دي پر غلام خان بندر دورل شوي.

د نوموړي په خبره په داسې حالاتو کې کاروبار ډېر ستونزمن وي.

پر دوه نیم زره اوږده ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تاریخي پلوه ډېره لږه سوداګري تر کاغذي کاروايي لاندې شوې.

له تاریخي پلوه د ګاونډيانو ترمنځ رسمي تجارت شمال پلو ته پر تورخم بندر او جنوب پلو ته پر چمن بندر کېږي. په دا نېږدو کلونو کې پاکستان سرکار پر ډیورنډ کرښه باړونه غځولي او ګڼ نوي بندرونه یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره واز کړي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، پر غلام خان بندر سوداګري د ځايي اقتصاد بیا راټوکولو او غوړولو لپاره ډېره مهمه ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې یوه لوړپوړي چارواکي هیله مندي وښودله چې د کسټم مسله به ژر هواره کړي.

په شمالي وزیرستان کې د کسټم یوه مشر چارواکي طاهر اقبال وايي له ۲۰۱۴ز کال راهیسې پاکستانی مرکزي بانک په دې لټه دی چې ټول درامدات د بانک له لوري خپاره شوي الېکټرونکي درامدات فارم له لارې وکړل شي.

”د پاکستان پر ټولو بندرونو موږ له سوداګرو الېکټرونکي درامدات فارم اخلو ځکه چې له قانوني پلوه ورته اړ یو چې و یې لرو. د دې فارمونو پرته، موږ هېواد ته راوړونکي درامدات نه شو پرېښودلي.“

اقبال وايي، ”دا فارم اړین دی ځکه اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره خپله سوداګري تر یوه چوکاټ لاندې راوړي. تر اوسه له افغانستان سره زموږ ټوله سوداګري بې سنده روانه ده.“

په میرامشاه کې سوداګر اندېښمن دي او ویره لري چې د چونګۍ بندوبست (کسټم منظمول) په نامه به یې سوداګري تر نويو مالیو او بندبستونو لاندې راوړل شي.

سوداګر قمر زمان له اسلام اباده تمه وښودله چې د دوی پر سیمه کړاونو، تاوتریخوالي او بې کورۍ ګاللو ته په کتو دې وبخښل شي.

د نوموړي په وینا چې ”پر درامداتو بندېزونو د دوی هیلې په سین لاهو کړې دي.“

یادګېرنه: پر ګندهارا ووبپاڼه د ابوبکر صدیق راپور چې د مشال خبریال عمر دراز وزیر د رپوټ پر بنسټ کښل شوی دی.

XS
SM
MD
LG