د شمالي وزیرستان په میرلي کې د کجورو موسم دی
د شمالي وزیرستان په میرلي کې د حیدرخېلو، زګرخېلو او ایپي سیمې د کجورو یا خرما لپاره پېژندل کېږي. په هغو سیموکې د خرما طبیعي ونې دي او همدا لامل دی چې د وزیرستان وره ته کجوري ویل کېږي. دا کجورې په دوبي کې پخېږي او د سیمې اوسېدونکي یې ټولوي او بیا یې ماشومان د سړک پر غاړه خرڅوي. له دوی سره مو خبرې کړې دي.