د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرلي پرلت پر دویمه ورځ هم روان دی


د وزیرستان ځوانانو تېره میاشت هم د هدفي وژنو خلاف مظاهره کړې وه.
د وزیرستان ځوانانو تېره میاشت هم د هدفي وژنو خلاف مظاهره کړې وه.

بنو ـ په شمالي وزيرستان کې تېره ورځ په هدفي وژنه کې د پوليټيکل محرر حميد الله وزير تر وژل کېدو وروسته، ځايي ځوانانو د خالي له ماښام (جون دویمه) راهیسې، په ميرلي کې مظاهره پېل کړې ده.

مظاهره کوونکي چې د وزیرستان د ځوانانو د ټولنې دي، د وزير د قاتلينو نيول او د هدفي وژنو مخنیوی غواړي. دوی تر دې مخکې هم ورته احتجاج کړی وو او د خلکو د ژوند د خونديتوب غوښتنه یې کوله. پخوانۍ مظاهره يې د حکومت په دې وعدې پای ته رسېدلې وه چې د هدفي وژنو مخنيوی به کېږي خو دا ځوانان وايي چارواکو په خپلو وعدو عمل ونه کړ.

د میرلي پرلت یو ګډونوال عادل داوړ مشال راډیو ته وویل:

((په وزیرستان کې مو ژوند خوندي نه دی. له حکومته د بدامنۍ د مخنیوي لپاره مو دغه پرلت بیا پیل کړی دی. زموږ ځوانان په داسې ځایونو کې وژل کېږي چې امنیتي پوستې یې هم په خوا کې وي. موږ به تر هغې خپل پرلت جاري ساتو چې ډاډمن شوي نه یو.))

د پرلت یو بل ګډونوال سورج داوړ وايي، دوی د بیا پرلت لپاره مجبوره شوي دي، ځکه چې ځوانان یې خوندي نه دي. دی وايي،که سرکار د دوی امنیت نه شي نیولی نو دوی به بیا کډې وکړي او نورو خوندي ځایونو ته لاړ شي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ ایاز خان د دغه پرلت په اړه مشال راډیو ته وویل، د ځوانانو پرلت یو وارې بیا د امن د غوښتلو په نوم پیل شوی.

دی وايي، انتظامیې له دغو ځوانانو سره ژمنه کړې وه چې امنیت به ټینګوي، خو داسې ښکاري چې حالات ناسم دي او اوس په ترهګر برید کې د دوی محرر هم وژل شوی دی. ایازخان وايي په دې لړ کې یې د پوځ سره هم غونډه بللې ده او هڅه کوي دغه مسله هواره کړي.

وزیرستاني پرلتوال د هدفي وژنو پای غواړي

له پولېټیکل انتظامیې او پوځ سره تر خبرو وروسته د میرلي پرلت پای ته ورسېد

د میرلي ځوانانو تېر ځل د شپږو ورځو لپاره پرلت کړی وو، پولیټیکل انتظامیې هغه مهال دوی ته باور ورکړی وو چې امنیت به ټینګوي او وروسته دا پرلت ختم شوی وو.

XS
SM
MD
LG