د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال: نور مو د خپلو کورونو لیدو ته سترګې ختلې


خوست ته ستانه شوي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي. ۲۰۱۷ ز کال
خوست ته ستانه شوي وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي. ۲۰۱۷ ز کال

د شمالي وزیرستان میرامشاه درپه خېل سرای کډوال ګیله من دي چې د سیمې ټول بې کوره کړل شوي خپلو سیمو ته ستانه شوي خو دوی لا هم در په دره د کډوالۍ ژوند تېروي.

دغو کډوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې یې ټول کورونه په بشپړه توګه ړنګ کړل شوي دي نو نه ور ته سرکار کورونه جوړوي او نه یې هم خپلو خپلو سیمو ته پرېږدي.

دوی غوښتنه کوي چې نور د کډوالۍ زغم نه لري او سرکار دې دومره بندوبست ورته وکړي چې په خپله سیمه کې سرونه پټ کړي.

دوی وايي، د میرامشاه تحصیل ټولو سیمو کډوال واپس تللي دی خو درپه خیل سراي د میرامشاه بازار په ۶۰۰ کورونو کې تر ۳۰۰ پورې کورنۍ لاهم د ستنېدو په ارمان دي.

د درپه خېل سرای یو کډوال شاهي محمد وايي، سرکار ته له تېرو څلورو کلونو خپل فریاد کوي خو لا یې هم ږغ نه اوروي.

''موږ د خپلو کورونو لیدو په ارمان یو، خپل کورونه ودانول غواړو. د میرامشاه ټول خلک ستانه شوي دي. یوازي د رپه خیل سراي ۳۰۰ کورنۍ دکډوالۍ ژوند ته اړ اېستل شوې دي، کورونه مو په عملیاتو کې ړنګ کړل شوي دی نو نن دولت یې ور ته د خېمو بندوبست هم نه شي کولی چې خپي سر پکې پټ کړي؟''

یوه ماشومه کډواله یې وايي چې د خپل کور لیدو ډېر ارمان لري، دلته په بنو کې په پردي کور کې اوسېږي، نوره خپل کور ته تلل غواړي. دولت او پوځ دې ور ته کورونه جوړ کړي یا دې ورته خېمې ولګوي. دوی نور خپل کلي ته تلل غواړي. دغه ماشومه وايي، د بنو ګرمي نوره پاخه کړي دي او خپل میرامشاه کې ژوند غواړي.

د وزیرستان کډوال د بنو ګرمۍ وسوځول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:39 0:00

سیف الرحمان وايي چې څلور کاله يې په کډوالۍ کې تېر کړل او هلته په میرامشاه کې يې کورونه ټول ړنګ پراته دي. له خپلو کورونو او سامانونو يې لاس وینځلی دی. پاکستان سرکار دې نور د درپه خېل سرای د دغه ۳۰۰ کورونو پر حال هم رحم وکړي چې د خپل پلار نیکه کورونه بیرته اباد کړي.

مشال راډيو د میرامشاه له مرستیال کمیشنر تیمور خان اپرېدي سره رابطه وکړه خو هغوی پر دغه مسله خبرو کولو تیار نه شو.

د درپه خېل سرای کډوال وايي چې نور د کډوالو زغم ختم شوی دی او دولت دې ژر تر ژره د دوی د ستنولو بندوبست وکړي.

شمالي وزیرستان ته د پاکستانیو پوځي عملیاتو پس د کډوالو واپسي نزدې پوره شوې ده چې پکې د میرعلي تحصیل سل په سله کډوال واپس شوي دی، د میرامشاه تحصیل درپه خېل سرای او ماچس سیمې کډوال لا پاته دي او د تحصیل دته خېل مایزر مداخېل، ډوګه، ښوه او د تحصیل شوال ټول کډوال لا هم نه دي ستانه شوي.

نور ولولئ

د دته خېل ولس د خپل بازار خلاصولو غوښتنه کوي

زردشت شمس: ټینګار مو دا وي چې افغان کډوال په زوره مه باسئ

XS
SM
MD
LG