د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتظامیه له افغانستانه پاتې کډوال ستنوي


تر اوسه له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو ۳ پړاوونه ترسره شوي.
تر اوسه له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو ۳ پړاوونه ترسره شوي.

بنو ـ د شمالي وزیرستان انتظامیې په افغانستان کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو باندې غږ کړی چې د واپسۍ لپاره دې خپل اسناد د خپلو مشرانو په واسطه په ورځ دوه کې د غلام خان زیرو پواینټ ته ورسوي.

دا غږ پر هغو وزیرستانیو کډوالو شوی چې د خوست، پکتیا او پکتیکا په بېلا بېلو سیمو کې مېشت دي. دوی ته دا هم ویل شوي چې د خپلو ګاډو او مالونو تفصیل دې هم له حکومت سره شریک کړي.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، یو ځل چې د دغو خلکو کره شمېر معلوم شي نو دوی به یې د ستنېدو لړۍ شروع کړي.

اړونده مطالب:

وزیرستاني کډوال وايي له افغانستانه د ستنېدو په انتظار دي
په برمل کې وزیرستانیو کډوالو ته مرستې ځنډېدلې دي
له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو ستنېدلو لړۍ ځنډول شوې
اپرېدی: افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال هرکله راتلی شي

په غلام خان بندر کې یو ځايي چارواکي غني الرحمان وزیر د سېپټمبر پر ۹مه مشال راډیو ته وویل، "د دغو کډوالو لپاره د واپسۍ پلان به زر اعلان کړو. موږ سره مشکل دا دی چې د دغو کورنیو تفصیل له موږ سره نشته. دوی چې څومره زر موږ ته معلومات راکړي، دومره ژر به یې د واپسۍ لړۍ شروع کړو."

غني الرحمان دا هم وویل چې په افغانستان کې مېشت وزیرستانیان به د غلام خان بندر له لارې اول د بکاخېلو کېمپ ته لېږدول کېږي او بیا وروسته به شمالي وزیرستان ته د دوی د ستنولو غم خوړل کېږي.

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو لکونه خلک بې کوره کړي وو چې په منځ کې یې زرګونه افغانستان ته اوړېدلي وو چې ځینې یې لا هم هلته مېشته دي.

له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنولو درې پړاوونه تر دې وړاندې تېر شوي دي چې پکې شاوخوا پنځه زره کورنۍ ستنې شوې دي.

چارواکي وايي اوس چې په افغانستان کې د وزیرستان کومې کورنۍ پاتې دي هغه د دته خېلو او شوال اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG