د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پولېټیکل انتظامیې او پوځ سره تر خبرو وروسته د میرلي پرلت پای ته ورسېد


په میرلي کې احتجاج د یکشنبې له ورځې روان وو
په میرلي کې احتجاج د یکشنبې له ورځې روان وو

بنو - د شمالي وزیرستان د چارواکو او د مظاهره کوونکو تر منځ تر موافقې وروسته د میرلي احتجاجي پرلت پای ته رسېدلی دی.

پولېټیکل اېجنټ ایاز خان د مې پر ۱۸مه پېشلمي (پېشمني) مهال مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، انتظامي چارواکو او د شمالي وزیرستان یوه پوځي چارواکي مېجر جنرال اظهر اقبال عباسي بېګا د پرلت له ګډونوالو سره خبرې وکړې.

دی وايي، په خبرو کې موافقه وشوه چې حکومت به د هدفي وژنو د مخنیوي، امنیت ټینګولو او په ناامنیو کې د ورانو یا زیانمنو شویو کورونو تاوانونو ورکولو لپاره اقدامات کوي.

ایاز خان زیاتوي چې سرتېري به د شپې مهال هم په سیمه کې ګشت یا ګزمه کوي چې د ناامنیو مخنیوی وکړای شي.

د پولېټیکل انتظامیې او مظاهره کوونکو تر منځ د موافقې نقل
د پولېټیکل انتظامیې او مظاهره کوونکو تر منځ د موافقې نقل

د پرلت له ګډونوالو څخه هم یو شمېر کسانو په استولو پیغامونو کې موافقه تایید کړې ده.

ایاز خان مشال راډیو ته د موافقې هغه نقل هم استولی چې ورباندې د مظاهره کوونکو د استازو او د نوموړي لاسلیکونه دي.

پرلت د مې پر ۱۸مه د شپې شاوخوا دوه بجې پای ته ورسېد.

په میرلي کې خلکو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ تر هغې وروسته احتجاج او بیا پرلت پیل کړ چې د شنبې یا خالي پر شپه په میرلي او میرامشا کې په هدفي وژنو کې درې کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG