د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم د شمالي وزیرستان په سفر دی


بنو - د پاکستان وزيراعظم د دوشنبې یا ګل پر ورځ د شمالي وزيرستان په سفر دی.

پولېټيکل چارواکو مشال راډیو ته وويل چې شاهد خاقان عباسي به د غلام خان بندر د نوي جوړ شوي ټرمېنل، ميرامشاه بازار او بس ټرمېنل پرانسته کوي.

ددې ترڅنګ به هغه د قبايلي مشرانو جرګې ته هم وينا کوي.

خو د شمالي وزيرستان يو مشر ملک اکبر خان مشال راډیو ته وويل چې بايد د سفر پر ځای له دوی سره شوې ژمنې پوره کړل شي.

نوموړي زياته کړه چې وزيراعظم بايد له ولس سره و ويني.

ملک اکبر خان دا هم وويل چې کورونه يې لاهم ړنګ پراته دي او په سيمه کې امنيت بيا د خرابېدو په حال کې دي.

يا خو حکومت ځايي خبريالانو ته ارزښت نه ورکوي يا بيا څه پټول غواړي چې هسې نه هغه نړۍ والو ته په ډاګه شي.
احسان داوړ

د شمالي وزيرستان خبريالان هم شکايت کوي چې د وزيراعظم د سفر د رپورټ کولو لپاره نه دې ورغوښتل شوي.

خبريال احسان داوړ مشال راډیو ته وويل چې له ضرب عضب عملياتو وروسته چې څومره لوړپوړې چارواکو د وزيرستان سفر کړی دی پر دې مهال ځايي خبريالان له پامه غورځول شوي دي.

هغه شک وښود چې يا خو حکومت ځايي خبريالانو ته ارزښت نه ورکوي يا بيا دوی څه پټول غواړي چې هسې نه هغه نړۍ والو ته په ډاګه شي.

نوموړي زياته کړه چې له بهره راغلي خبريالان د شمالي وزيرستان پر حالاتو نه پوهېږي نو نشي کولای چې د ځايي ولس ستونزې په ښه توګه رپورټ کړي.

خو البته حکومت دا نه دي ويلي چې ولې ځايي خبريالان له دباندې راغليو چارواکيو د سفرونو پرمهال نه ورغوښتل کېږي.

XS
SM
MD
LG