د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حمیدالله وزیر تر وژل کېدو وروسته په میرعلي کې پرلت اعلان شو


حمید الله وزیر
حمید الله وزیر

د وزیرستان ځوانانو سازمان د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پرلت اعلان کړی او پر ولس یې غږ کړی دی چې ځان د میرعلي څلورلارې ته ورسوي.

د یاد سازمان مشر نور اسلام داوړ ویلي چي د تېر پرلت پای ته رسولو لپاره چې کومې ژمنې ورسره شوې وې پر هغه سربېره هلته وژنې روانې دي.

په میرعلي چوک کې اعلان شوي دې پرلت ته د “ بیا درغلم “ نوم ورکړل شوی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د شنبې په شپه د شمالي وزیرستان پولیټیکل محرر حمید الله وزیر د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو او څلور لیویز عسکر پکې ټپیان شو.

د شمالي وزیرستان پولیټکل ایجنټ ایاز خان رسنیو ته ویلي چې حميد الله وزير په دوسلي تحصيل کې له لیویز او خاصه دار ځواک سره د شپې پر ګشت وو چې وسله والو پرې برید وکړ.

هغوی وايي ، د حمید الله وزیر پر موټر تر ډزو وروسته د حمید الله وزیر په موټر کې اور ولېګېدی او په نتیجه کې یې هغه ووژل شو.

د اتحاد المجاهدین شمالي وزیرستان په نامه وسله والې ډلې مشال راډیو ته په لېږلي لیک کې د دې پېښې زمه واري منلې ده.

د حمیدالله وزیر موټر
د حمیدالله وزیر موټر

د حميد الله پلار تحصیلدار امان الله وزير هم وسله والو طالبانو په یو برید کې وژلی وو. د هغه وخت ولسمشر آصف زرداري تر مړینه وروسته هغه ته اعلان شوی صدارتي ايوارډ حمید الله وزیر ته سپارلی وو.

د شمالي وزیرستان پخواني پولیټکل ایجنټ کامران اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې حمیدالله وزیر ډېر مسلکي او ژمن کس وو.

د کامران اپرېدي په وینا ، د حمیدالله وزیر وژل کېده د ټول وزیرستان لپاره یو لوی زیان دی.

حمیدالله وزیر
حمیدالله وزیر

بل پلو د شمالي وزیرستان په میرعلي کې هم د شنبې په شپه په یوه بله پېښه کې یو ځايي کس د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې هلته دا د هدفي وژنو اتمه پېښه ده خو تر اوسه یې په تور کې څوک نه دي نیول شوي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په دې ورستیو کې هدفي وژنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي چې پرضد یې تېره میاشت په میرعلي کې تر څو ورځو احتجاجي ناسته هم شوې وه.

ځايي خلکو د احتجاج پرمهال غوښتنه کړې وه چې د دوي هدفي وژنې دې ودرول شي او پکې ککړ کسان دې ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

دا احتجاجي ناسته د پولیټکیل انتظامیې او ځايي پوځي چارواکو له خوا تر باور ورکولو وروسته پای ته رسول شوې وه.

د هدفي او له عدالته لرې وژنو مخنیوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په مهمو غوښتنو کې دي د کوم لپاره چې هغوی د روان کال له پیله احتجاجي غوڼدې کوي.

XS
SM
MD
LG