عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
یوشمېر زده کوونکو د سېټېمبر پر ۲۰مه نېټه د مظاهرې پر مهال غوښتنه وکړه چې په ښوونځي کې دې د استادانو حاضري باوري او نورې اسانتیاوې ورکړل شي.
د پرلت یو مشر وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.
محمد علي سیف د سېپټمبر پر ۱۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه ویډيويي پيغام کې وويل چې حکومت د بريدونو د مخنيوي پوره هڅې کوي او دا چې د صوبې امن باوري کول د حکومت ذمه واري ده.
خو په بنو کې د قانوني چارو پوهه او د ښځو د حقونو فعاله نتاشا سمن وايي، پارک د ښځو پر ورتګ بندیز د پاکستان د ایین او قانون خلاف عمل دی.
یوه ځايي اوسېدونکي جاوېد خان وویل، د سېلاو له وجې په سربندکي سیمه کې د غلام خان او میرامشا ترمینځ د سړک یوه برخه ړنګه شوې ده. د ده په خبره، له میرامشا څخه د میرلي پورې یوشمېر ابادیو ته زیانونه اوښتي دي او سېلاو په خدي سیمه کې یو پل وړی دی.
په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی او احتجاجیان پر حکومت ټینګار کوي چې هلته دې امنیت ټینګ کړي. انتظامیې له پرلتوالو سره یوشمېر ځلې مذاکرات کړي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر اتمه د امنیتي ځواکونو کاروان له میرامشا څخه بنو ته پر لاره وو چې په میرلي کې د ځانمرګي برید ښکار شو.
په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د میرلي په ایدکو (عیدکو) او میرامشا کې روان احتجاج د ضلعې ټولو برخو ته غځېدلی دی. احتجاج کوونکو هغې قبايلي ضلعې ته تللې ټولې مرکزي لارې د ټرافيک پر مخ تړلي او ورسره يې د میرامشاه، میرلي، غلام خان او دته خېل ټول بازارونه او تجارتي مرکزونه هم تړلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د میرلي په ایدکو (عیدکو) او میرامشا کې روان احتجاج اوس د دې ضلعې ټولو برخو ته غځول شوی دی.
په داسې حال کې چې د شمالي وزیرستان په میرلي او میرامشا کې د هدفي وژنو ضد او د امنیت ټینګښت لپاره پرلتونه روان دي، انتظامي او امنیتي چارواکو د اګست پر لومړۍ نېټه هم د اتمانزیو د مشرانو له جرګې سره مذاکراتو ته دوام ورکړی. تر اوسه په خبرو کې خاص پرمختګ نه دی شوی. ویډیويي رپورټ.
دا پرلت د جولايي پر ۱۸مه د شمالي وزیرستان په عیدکو کې پیل شوی وو. تر دې وړاندې د جولايي پر ۱۴مه وسله والو د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال قاري سمیع الدین او د ګوند یو بل غړی قاري نعمان ووژل.
د میرلي په عیدکو سیمه کې د سیمې قبایلي او سیاسي مشرانو پرېکړه وکړه چې احتجاج ته به دوام ورکوي، ټولې مرکزي لارې به تړي، سرکاري دفترونو ته به حاضري نه ورکوي، چې کومه قبیله په احتجاج کې برخه نه اخلي نو جرمانه به ورباندې لګولي.
د شمالي وزیرستان په ایدک سیمه کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې پرلت دوام لري. پرلتوال وايي، حکومت دې د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر څنګ په ټولو هدفي وژنو کې ککړ کسان معلوم کړي او د سیمې امنیت دې باوري کړي. ویډیويي رپورټ.
په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر مېجر جنرل نعیم اختر د جولايي په ۲۴ مه مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو پرضد یې ځانګړي عملیات دوام لري.
په همدې حال کې د شمالي وزيرستان په ميرلي عيدک سيمه کې ځايي خلکو د جولای له ۱۷مې احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې په سيمه کې دې امن باوري کړي او د هدفي بريدونو مخه دې ونيسي.
دا په روان ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۳م هدفي بريد دی. د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر فرحان خان تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د نامعلومه وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړې دي.
د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. د دوی په وينا په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.
د جمعیت علمای اسلام (ف) یوه ځايي مشر فرهاد حیدري بېګا مشال راډیو ته وویل چې قاري سمیع الدین په ۲۰۱۹ز کال کې د خيبر پشتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پر څوکۍ د انتخاباتو نوماند او په میرلي کې د یوې مدرسې مشر وو.
ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي خو امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو بريدونو د مخنیوي لپاره يې ځانګړي عمليات روان کړې دي.
نور وښیئ