د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان سوداګر ادعا کوي د طالبانو حکومت د زڼغوزیو پر تجارت بندیز لګولی


د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کال په اخره کې په پراخه کچه د زڼغوزيو تجارت کېږي - پخوانی انځور
د افغانستان او پاکستان ترمینځ د کال په اخره کې په پراخه کچه د زڼغوزيو تجارت کېږي - پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان سوداګر ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له افغانستانه شمالي وزیرستان ته د زڼغوزیو پر لېږد بندیز لګولی دی.

د مداخېلو يو سوداګر نېک عمل د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې د شمالي وزیرستان د سيدګی اوسېدونکي په افغانستان کې د زڼغوزیو (چې ځڼغوزي، جنغوزي او چلغوزه هم بلل کېږي) ځنګلونه لري خو د طالبانو د حکومت د بندیز له امله يې له هغه ځای څخه نه شي وروړلای.

نوموړي د طالبانو د ځنګلونو له وزیره څخه غوښتنه وکړه چې بندیز دې ختم کړي. د ده په وینا، د دې بندیز له وجې د دواړو غاړو د سوداګر ترمینځ تجارت درېدلی دی. "د شمالي وزیرستان خلک له خپلو ځنګلونو څخه هم زڼغوزي نه شي راوړلای. که له افغانستان سکاره، بادام، اخروټ (غوزان)، مڼې او نور شيان راوړل کېږي نو بیا ولې زڼغوزي نه شي راوړل کېدای؟"

د شمالي وزیرستان د زڼغوزيو یو بل سوداګر حاجي اصل میر بیا وايي چې د طالبانو حکومت له نورو ګاونډیو هېوادونو سره تجارت کوي نو د پاکستان له لارې يې ولې نه کوي؟ "له افغانستانه زڼغوزي تاجکستان، چین، هند او نورو هېوادونو ته وړل کېږي او پخوا به زیات زڼغوزي د پاکستان له لارې وړل کېده. موږ له افغان دولت (طالبانو حکومت) په خاصه توګه، د ځنګلونو له وزیره خواست کوو چې د قبايلي سيمو خلک دې د خبرو لپاره وروغواړي ځکه چې څلورو طرفونو ته زڼغوزي وړل کېږي نو باید دوی هم کاروبار ته پرېږدي."

د طالبانو حکومت د شمالي وزیرستان د سوداګرو د دعوو په اړه څه نه دي ويلي.

البته د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې پر زڼغوزیو يې د بندیز خبره یې د خیبر پښتونخوا له حکومت سره شريکه کړې او هغوی به يې تر وفاقي حکومت پورې ورسوي.

د شمالي وزیرستان دته خیل او شوال سيمې د زڼغوزیو ګڼ ځنګلونه لري او د هغو سيمو خلک په افغانستان کې هم د زڼغوزیو ځنګلونه لري. د دواړو هېوادونو ترمینځ د کال په وروستيو میاشتو کې په پراخه کچه د زڼغوزیو کاروبار کېږي.

XS
SM
MD
LG