د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو عدالت د علي وزیر ضمانت منظور کړی


پر علي وزیر په ۲۰۲۰ز کال کې د لاوډ سپیکر قانون د سرغړونې په تور مقدمه دایره شوې وه - پخوانی انځور.
پر علي وزیر په ۲۰۲۰ز کال کې د لاوډ سپیکر قانون د سرغړونې په تور مقدمه دایره شوې وه - پخوانی انځور.

په بنو کې د پېښور های کورټ څانګې په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ غړي علي وزیر ته ضمانت ورکړی دی.

د وزیر له وکیلانو څخه یې یوه بخت نیاز مشال راډیو ته وویل چې عدالت د نومبر پر ۱۴مه د قضیې اورېدنه وکړه او بیا یې د ۱۰ لکه روپیو (کلدارو) په ضمانت د خوشې کولو امر وکړ.

نیاز زیاتوي چې اوس د ضمانت د پیسو بندوبست کوي او "ډېر ژر" به علي وزیر د کراچۍ له زندانه خوشې شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین هم د نومبر پر ۱۴مه ټوېټر لیکلي دي چې په وروستۍ قضیه کې د وزیر ضمانت شوی دی.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد په څلور واړو مقدمو کې ضمانت شوی دی خو هغه د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی.

په مقدمه کې پر وزیر تور دی چې د لاوډ سپېکر قانون سرغړونه یې کړې او له هغې لارې یې خلک ګډوډيو ته هڅولي.

په کراچۍ کې د علي وزیر وکیل قادر خان د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته ويلي ول چې عدالت له هغو څخه په يوه مقدمه کې علي وزير له خپلو ۱۱ ملګرو سره د ثبوتونو د نه شتوالي له امله بري اعلان کړل. علي وزير له نېږدې دوو کلونو راهیسې بندي دی.

د نومبر ۱۴مې پرېکړه پر داسې مهال شوې ده چې تر دې مخکې د وزیر د قضیې اورېدنه یوشمېر ځلې وځنډېده. د علي وزير وکيل بخت نیاز د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې پر هغه ورځ د اورېدنې په وخت سرکاري وکیل یاد عدالت ته وویل چې د قضيې تياری يې نه دی کړی نو په مقدمه کې دې د ضمانت اورېدنه تر راتلونکو څو ورځو پورې وځنډول شي. عدالت د سرکاري وکيل غوښتنه ومنله او بغیر له بلې نېټې ورکولو یې دا مقدمه وځنډوله.

پر هغه په کراچۍ کې څلور مقدمې وي چې پکې هغه تورن شوی چې د پوځ او ریاست پر ضد یې د خلکو د پارولو کوښښ‌کړی دی. نوموړی او وکیل یې ټولې مقدمې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG