د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرلي‌کې په يو بل هدفي برید کې يو کس وژل شوی


ميرلي بازار ته تللی سړک
ميرلي بازار ته تللی سړک

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي په میرلي‌کې وسله وال یو کس په هدفي برید کې تر وژلو وروسته تښتيدلي دي.

د میرلي تاڼې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نامه یې واخیستل شي، مشال ریډیو ته وویل چې د اکتوبر په ۳۰مه وسله والو په میرلي بازار کې دمحمد رفیق په نوم يو کس وویشت او وتښتيدل. د پولیسو د معلوماتو ترمخه وژل شوی تن د چارسدې وو او په میرلي کې یې د بېلابېلو شيانو د خرڅولو کاروبار درلود.

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

د سيپتمبر په ۲۸مه هم میرلي کې يو هدفي برید شوی وو. وسله والو د زینب په نامه يوه ښځه وژلې او د لیلا په نامه بله ښځه یې ژوبل کړې وه. د پولیسو په وينا دغه میرمنې د لکي مروت نورنګ اوسیدونکې کډوالې وې چې دغلته یې خیر غوښت. پولیس د دغو بریدګرو په نيولو کې هم ناکامه شوي وو.

په شمالي وزيرستان کې د تېرې جولای له مياشتې راهیسې هدفي وژنې زیاتې شوې دي. د مشال راډيو د راټولو کړو شمېرو تر مخه د اکتوبر دېرشمې برید په شمالي وزیرستان کې ۴۲ داسې حمله ده چې پکې له پنځوس زیات کسان وژل شوي دي. په وژل شويو کې قومي مشران، سياستوال، ديني عالمان، د بشري حقونو فعالان او کاروباریان شامل دي.

د سیمې خلکو د ناامنيو د مخنيوي لپاره بیا بیا جرګې او مظاهرې کړې دي. د جولای په ۱۷مه اتمانزو قبیلې د هدفي وژنو او ناامنيو پر ضد پرلت هم کړی وو. دوی خپل احتجاج تر هغه وروسته ختم کړ چې حکومت ورسره په مذاکراتو کې وعده وکړه چې د امن لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.

XS
SM
MD
LG