د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال د مالي مرستو د بندېدو شکايت کوي


په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ لخوا د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال تر يو ميليون زیات کسان له شمالي وزیرستانه کډه شوي ول. پخوانی انځور
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ لخوا د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال تر يو ميليون زیات کسان له شمالي وزیرستانه کډه شوي ول. پخوانی انځور

له افغانستانه خيبر پښتونخوا ته ستانه شوي د شمالي وزیرستان کډوال شکايت کوي چې حکومت ورباندې میاشتنۍ مرستې بندې کړې دي.

دا کسان څه موده وړاندې حکومت له افغانستانه بنو ته ستانه کړي ول چې وروستو به يې شمالي وزیرستان ته لېږدول. حکومت هرې کورنۍ ته د میاشتې ۲۰ زره روپۍ ورکولې.

په ۲۰۱۴ز کال د د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم د پاکستاني پوځ عملياتو پر مهال د شمالي وزیرستان تر يو ميليون زیات کسان بېکوره شوي ول چې پکې په سلګونه زره افغانستان ته تللي ول. حکومت وروسته عمليات بشپړ کړل او د بېکوره شويو کسانو د ستنېدو بهير يې پیل کړ.

له افغانستانه د ستنو شويو کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت ورباندې مالي مرستې بندې کړې دي او دړکه يې ورکړه چې که پیسې ورنه کړل شي نو احتجاج به پیل کړي.

هغه زیاته کړه، " له ۲۰۱۴ز کال راهيسې بېکوره یو. اول په افغانستان کې او اوس په زرګونو کورنۍ په بنو او شاوخوا سيمو کې مېشتې دي. موږ بېرته هم نه لېږدوي او مرستې يې هم راباندې بندې کړې دي."

ملک غلام زیاته کړه چې د روزګار موقعې نشته او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي نو پکار ده د دته خېل او شاوخوا سيمو خلک نور ستانه کړل شي.

د شمالي وزیرستان دغو کډوالو څو وارې پرلتونه وهلي او غوښتنه کوي چې دوی دې کورونو ته ستانه کړل شي.

د دته خیلو اوسېدونکي یو مدني فعال زقيم وزیر مشال راډیو ته وويل چې یو خوا حکومت سيمه له وسلوالو پاکه کړې نه ده او بل لور ته يې پر دوی مالي مرستې بندې کړې دي. هغه زیاته کړه، "حکومت دې د دوی د ستنولو مهالوېش خپور کړي، له افغانستانه نور کډوال هم را روان دي نو بايد د بنو پر ځای يې خپلو کورونو ته ولېږدوي."

کډوال: شمالي وزیرستان ته تر ستنېدو مخکې هلته بشپړ امنیت غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:19 0:00

د کډوالو د دغو ستونزو او غوښتنو په اړه د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې ویاند احسان داوړ د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د ډېريو کډوالو مرستې بحال شوې دي او د دوی د تصدیق عمل پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې کوم خلک ستانه شوي نه دي، د هغوی بندې شوې مرستې به بحالېږي.د ده په خبره، په دې نېږدې وروستيو کې د شمالي وزرستان او خیبر ضلعې کډوالو ته ۳۷ کروړه روپۍ ورکول شوې وې.

احسان داوړ وايي چې په شمالي وزیرستان کې امنيتي ځواکونو د سيمو له وسله والو څخه د پاکولو بهير پیل کړی او چې کله هم د سيمو پاکولو وويل شو، نو دوی به کډوال ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG