د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو ځايي کس وژلی دی


شمالي وزيرستان کې له کلونو راهيسې هدفي وژنې روانې دي چې پرضد يې په وار وار احتجاجونه شوي دي.
شمالي وزيرستان کې له کلونو راهيسې هدفي وژنې روانې دي چې پرضد يې په وار وار احتجاجونه شوي دي.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې نامعلومه وسله والو د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه يو ځايي کس وژلی دی.

د میرعلي پولیس تاڼې یوه چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې مخ پټو وسلوالو د شپې پر ۸ بجې د ایپي کلي اوسېدونکی لطیف الله په ډزو وواژه او وتښتېدل. هغه زیاته کړه چې مقدمه يې درج کړې او د بریدګرو د نيولو لټون يې پیل کړی دی.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په میر علي کې دویم هدفي برید دی. د اکتوبر پر۳۰مه نېټه هم په میرعلي کې وسلوالو محمد رفیق نومې کس په ډزو وژلی وو او د پېښې له ځای څخه تښتېدلي ول. محمد رفیق د چارسدې اوسیدونکی وو چې د چارواکو او ځايي خلکو په وېنا، هلته یې کاروبار کاوه. تر اوسه هېچا د دواړو بریدونو ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې د سيپتمبر پر ۲۸مه هم په میرعلي کې وسلوالو د زېنب په نوم یوه ښځه وژلې او د لیلی په نوم بله ښځه یې ژوبله کړې وه. د پولیسو په وينا، دواړه ښځې د لکي مروت د نورنګ سيمې اوسیدونکې کډوالې وې چې هلته يې خیر غوښت. پولیس د دوی د بریدګرو په نيولو کې لاهم بریالي شوي نه دي.

له تازه حملې سره په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۲ز کال کې د هدفي بريدونو شمېر ۴۳ ته ورسېد چې پکې تر ۵۰ زیات ځايي مشران، مخور، سیاستوالان، ځوانان او دیني عالمان وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

د هدفي بريدونو او ناامنيو پرضد په وار وار مظاهرې، غونډې او پرلتونه وهل شوي دي خو لاهم وژنې او ناامنۍ روانې دي. وروستی پرلت تر هغې وروسته شوی وو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

پرلتوال په سیمه کې د امنیت پوخ ډاډ، په پوځي کارروايي کې ځايي دوکاندارانو ته د اوښتي زیان د معاوضې ورکولو، تر څو کلونو پورې د وزیرستان سیمه د ټيکس فري زون ګرځولو، کسټم عمله له غلام خان نه میرلي کجورۍ ته د بدلولو تر څنګ نورې غوښتنې لرلې.

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علمای اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د پرلتوالو سره د خبرو لپاره د جرګې جوړولو اعلان کړی وو او جرګې وروسته له پرلتوالو سره وليدل خو تراوسه پورې کومې حتمې نتيجې ته نه دې رسېدلي.

په شمالي وزیرستان کې یو پوځي چارواکو په وار وار ويلي چې په سیمه کې یې د امنیت لپاره کارروايي تېزه کړې چې پکې د ګاډو پر تورو شیشو پابندي هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG