د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: حکومت د میرامشاه ړنګ بازار ۲۱۳ دوکاندارانو ته معاوضه ورکړه


دا دوکانونه د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي ول: انځور له ارشیفه
دا دوکانونه د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي ول: انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان چارواکو د میرامشاه د ړنګ کړل شوي بازار ۲۱۳ دوکاندارانو ته د معاوضو چیکونه وسپارل.

دا دوکانونه د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوي ول. د سیمې خلکو په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې د ړنګو دوکانونو معاوضه دې ورته ورکړل شي. حکومت د معاوضو ورکولو لړۍ پیل کړې او تر دې وړاندې یې هم ګڼو خلکو ته د هغوی د دوکانونو د ړنګېدو په بدل کې معاوضې ورکړې دي.

تازه د اکتوبر پر ۱۴مه دغه معاوضې ۲۱۳ دوکاندارانو ته ورکړل شوې او د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر شاهد علي خان په وینا، دغو دوکاندارانو ته د یوه تړون له مخې ۱۴، اته او درې لکه روپو چیکونه ورکړل شول.

په شمالي وزیرستان دته خېلو کې یو ړنګ بازار: انځور له ارشیفه
په شمالي وزیرستان دته خېلو کې یو ړنګ بازار: انځور له ارشیفه

شاهد علي خان وايي، دوی تر اوسه د میرامشاه د ړنګ کړل شوي بازار ۲۵۷۰ دوکاندارانو ته معاوضې ور سپارلې دي.

د میرامشاه خلک وايي، د ضرب عضب عملیاتو پر مهال د یاد بازار ۶۰۰۰ دوکانونه ړنګ کړل شوي ول. د دغه بازار د دوکاندارانو د اتحادیې یو مشر امشاد الله مشال راډیو ته وویل، دوی خوشاله دي چې حکومت ۲۱۳ نورو دوکاندارانو ته معاوضې ورکړې او هغوی تمه لري چې پاتې نورو دوکاندارانو ته به هم پیسې ورکړل شي.

چارواکي وايي، د ړنګو کړل شویو بازارونو احسایه یې بشپړه کړې، د هر دوکاندار د تاوان تصدیق کوي او له هغې وروسته به په هماغه اندازه معاوضه ورکوي. خو دوکانداران بیا وايي، حکومت دې په یو وار ټولو دوکاندارانو ته معاوضې وسپاري.

XS
SM
MD
LG