د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د ګاډو سوداګر په محصول کې د استثنا مودې غځولو غوښتنه کوي


د اسلام اباد د يو پېټرول پمپ پخوانی انځور
د اسلام اباد د يو پېټرول پمپ پخوانی انځور

شمالي وزیرستان کې د ګاډو سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې چې د بې کاغذه او بې محصوله ګاډو استثنا دې وغځوي.

دوی وايي چې ضلعي انتظاميې وار له مخه د ګاډو رجسټرېشن پیل کړی دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړه.

د انضمام پر وخت حکومت اعلان کړی وو چې تر ۲۰۲۳ز کال پورې به په قبايلی ضلعو کې له هيچا څخه محصول نه اخیستل کېږي.

د شمالي وزیرستان د ګاډو خرڅوونکو د اتحاديې مشر سيد جمال د اکتوبر پر ۲۴مه مشال رېډیو ته وويل چې دوی غواړي چې حکومت دي په هره څانګه کې دوی له ټېکسونو مستثنا وګرځوي.

هغه زیاته کړه چې انتظاميې د ګاډو رجسټرېشن پیل کړی دی او په دې لړ کې دوی له چارواکو سره د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه غونډه لري.

نوموړي وويل چې د پوځي عملياتو پر مهال زیات مالي تاوانونه ور رسېدلي دي نو هم دې ته په پام سره دې حکومت د ګاډو ترڅنګ په نورو برخو کې هم دوی له ټېکسونو مستثنا وګرځوي.

د سيد جمال په خبره، "موږ د ګاډو خرڅولولو په لسګونه بارګېنونه لرو او د دې ترڅنګ خلک هم ګڼ شمېر کې ګاډي لري، نو موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دوی ته دې د سوات په ډول يو متبادله لاره جوړه کړي."

د اتحاديې جنرل سېکرټري امداد خان هم مشال راډیو ته وويل چې دوی د ګاډو رجسټرېشن ته تیار دي خو غواړي چې یا دې ټول له محصوله مستثنا وګرځوي يا دې بیا ټول ګاډي راجسټر کړي.

د ده په خبره، په سوات کې بې له محصول ورکوونکو ګاډو کاروبار کېږي نو د دوی لپاره دې هم دغسې تګلاره جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان انتظاميې موټر خرڅوونکيو او د ګاډو مالکانو ته امر کړی دی چې خپلې بې کاغذه او بې محصوله (نان کسټم پېډ) ګاډې دې ورسره ثبت کړي.

د شمالي وزيرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د دې اقدام هدف په سيمه کې د امنیت د ټينګښت لپاره اخيستل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې دوی غواړي چې د سيمو د ټولو ګاډو معلومات له حکومت سره راجسټرډ وي.

د پاکستان د ګټو وفاقي ادارې (ایف بی ار) ويلي چې د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۳۰مه به د خيبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو ته د بې کاغذه او بې محصوله (نان کسټم پېډ) ګاډو چلولو لپاره ورکړل شوې استثنا ختمه شي.

د اکتوبر پر ۲۰مه د ایف بی ار له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا خبره د دې ادارې مشر عاصم احمد د پاکستان قامي اسمبلۍ ولسي حسابونو کمېټۍ ته د یوې غونډې پر مهال کړې ده.

اېف بي ار ويلي چې دا وخت په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه ګاډي موجود دي چې محصول شوي نه دي.

دغه اداره وایي که دا ګاډي د بخښنې تر یوه ځانګړي سکیم لاندې راجسټر کړل شي او محصول يا کسټم ډيوټي ورڅخه واخیستل شي نو حکومت به له دې لارې لږ تر لږه ۳۸ اربه روپۍ راغونډې کړي.

د بې کاغذه ګاډو دا موضوع تر هغه وروسته راپورته شوې چې کله څه موده وړاندې د قامي اسمبلۍ یوه غړي ډاکټر نثار احمد چیمه اندېښنه څرګنده کړه چې په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه او بې محصوله ګاډي پر سړکونو ګرځي. نوموړي ادعا کړې وه چې زياتره وخت همدا ګاډي په جرمونو کې کارول کېږي.

بې کاغذه ګاډي له مودو راهیسې له متحده عربي اماراتو، جاپان او ځينو نورو هېوادونو افغانستان ته راوړل کېږي. وروسته د راجسټرېشن او محصول جمع کېدو پرته دا ګاډي قبایلي سيمو ته راوړل کېږي.

دغه ګاډي په تحصیلونو کې ريکارډ شوي خو راجسټرېشن یا سرکاري اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG