عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د استخباراتي ادارو چارواکو هم مشال راډیو ته د پېښې پخلی کړی او وايي چې ځانمرګي خپل په بارودو بار موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له کافلې سره ټکر کړی دی.
دې کډوالو د جون پر درېیمه نېټه په بنو کې د لاریون او احتجاج پر مهال وویل چې د دوی شمېر له اتو تر لسو زرو کورنیو دی او د بکاخېلو کېمپ ته هم نه پرېښودل کېږي.
د سیمې د پولیسو مشر وايي، په نخښه شوي کسان د یوه هوټل مخې ته روان وو چې د نامعلومو وسله والو لخوا د هدفي برید ښکار شول. په وژل شویو کې یو د شمالي وزیرستان ایپي سیمې اوسېدونکی عبدالرحمان او بل د توري خېلو اوسېدونکی احمد علي دی. ژوبل شوی تن یعقوب د جنوبي وزیرستان د لدها سیمې دی.
د جون په ۲۸مه په شمالي وزيرستان کې نامعلومه وسله والو د پوليو کمپاين پر يوې ډلې بريد کړی. د چارواکو په وينا په حمله کې ۲ پوليس او يو روغتياييکارکوونکی وژل شوي دي. يو ماشوم په پېښه کې زخمي شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. په اړه یې د عمر وزير ويډيو راپور وګورئ.
د جون پر ۲۶مه یو امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان په غلام خان سیدګي کې د ځواکونو او وسله والو ترمینځ په نښته کې دوه سرتېري او د "یو ځانمرګي بریدګر" په ګډون اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې دا پېښه پر داسې مهال شوې چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.
پوځ ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې طبي کیمپونه جوړ کړي دي.
حقاني وویل، "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."
د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. د سیمې پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې په برید کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. خو دا لومړی ځل نه وو چې د هغه سازمان غړي په نښه شول. . .
د شمالي وزیرستان په ګډون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او پنجاب په یوشمېر ښارونو کې خلکو زلزله محسوس کړې ده.
د میرعلي پولیس وايي چې دې څلور واړه ځوانانو یو ځای په حېدرخېلو کې د یو بل ملګري کره ډوډۍ خوړلې وه او چې څنګه روان شوي نو وسله والو پرې ډزې کړې دي.
په شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ دا پېښې پر دې سربېره روانې دي چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره تر نامعلومې مودې اوربند اعلان کړی دی.
تر دې وړاندې په روان کال (۲۰۲۲ز) کې په شمالي وزیرستان کې تر ۲۰ زيات هدفي بريدونه شوي چې په دوو کې پوليس او پاتو کې ولسي وګړي په نښه شوي ول. تېر کال (۲۰۲۱ز) هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.
پوليس او ځايي خلک وايي، دا خواښې او نږور غره ته په لرګیو پسې تللې وې چې مخپټو وسله والو پرې ډزې کړې دي. دوی زياتوي چې خواښې پر هغه ځای وژل شوې خو نږور يې په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.
د پوځ عامه اړیکو څانګې ايي ایس پي ار د جون پر پينځمه په یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په حسن خېلو کې یې په عملیاتو کې دوه او په جانيخېلو کې یې پنځمه وسله وال وژلي دي.
په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه خو د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل راهیسې پکې اووه ماشومان د پولیو ښکار شول چې ټول د شمالي وزیرستان اوسېدونکي ول.
د شمالي وزیرستان د صحت څانګې مرستيال مشر ډاکټر شمس الرحمان د مې پر ۲۷مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې په دې ماشومانو کې د پوليو د وايرس پخلی شوی دی.
نور وښیئ