د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پرلت د امنیت په اړه د چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته رسېدلی دی


په بنو کې پرلت د ډېسېمبر پر پینځمه پیل شوی وو - د ډېسېمبر اوومې انځور.
په بنو کې پرلت د ډېسېمبر پر پینځمه پیل شوی وو - د ډېسېمبر اوومې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ناامنۍ پر وړاندې د تاجرانو او ځايي قبایلي مشرانو پرلت د ډېسېمبر پر ۱۱مه له چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسېدلی دی.

پرلت د ډېسېمر پر پینځمه تر هغې وروسته پیل شو چې د نومبر پر ۲۸مه د شپې مهال د شمالي وزیرستان په میرلي کې د بنو درې زرګر ووژل شول.

د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بنو ډېوېژن کمېشنر، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر)، د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر او د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټي چارو وزیر شاه محمد خان له پرلتوالو سره خبرې وکړې.

دوی احتجاجیانو ته په سیمه کې د امنیت پاخه ډاډ ترڅنګ په میرلي کې د وژل شویو دوکاندارنو کورنیو ته د ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ او د هغوی د کورنیو یو، یو غړي ته د سرکاري نوکریو ورکول اعلان کړل.

د بنو زرګرانو اتحادیې مشر شاه وزیر خان پرلتوالو ته وویل چې انتظامیې ورته اطمینان ورکړی دی نو ځکه پرلت ختموي.

دی وايي، له انتظامي او امنیتي چارواکو سره یې موافقه کړې خو که د امنیت په اړه کوټلي اقدامات و نه شول نو بیا پرلت پیلوي.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سید اشفاق انور په خپلو خبرو کې وویل چې پولیسو ته د امنیت ټینګښت لپاره لارښوونې کوي او دا چې په میرلي کې د زرګرانو په وژنه کې ککړ کسان به "ژر" د قانون منګولو ته وسپاري.

ده ټینګار وکړ چې پولیس د امنیت ساتلو لپاره "هېڅ غفلت" نه کوي او امنیتي ادارې پوره چمتووالی لري. "پولیس د ولس د حفاظت لپاره خپله وینه تویوي. باور درکوم چې شپه او ورځ د امنیت لپاره هڅې کوو. عام خلک، پولیس او د پوځ سرتېري هم وژل کېږي. ټول امن غواړي او د دې لپاره هڅې دوام لري."

د بنو کمېشنر مطیع الله جان په وینا کې وویل چې حکومت د بنو، شمالي وزیرستان او لکي مروت په ګډون په ټولو ضلعو کې امنیت ته ژمن دی او د وسلوالو ضد کاروایي روانه ده.

د بنو په پرلت کې د سوداګرو او قبایلي مشرانو تر څنګ د سیاسي ګوندونو مخکښان، وکیلان، زده کوونکي او ولسي وګړو ګډون وکړ.

حکومتي چارواکو له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې احتجاجیانو سره مذاکرات وکړل خو مخکینیو خبرو څه نتیجه نه وه ورکړې.

د ډېسېمبر پر پینځمه چې په بنو کې پرلت پیل شو نو پر هم هغه شپه یوشمېر وسلوال د ښار د ځونیخېلو (جانیخېلو) په لالي کلي کې په یو کور ورننوتل او هلته یې د اېف سي ځواک یو سرتېری او د هغه زوی وویشتل.

د پولیسو په وینا، وسلوالو وروسته د اېف سي سرتېري له جسده سر پرې کړ. دې پېښې په سیمه کې وېره خپره کړې ده او خلک یې اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولس، فعالانو او د مخالفه ګوندونو سیاستوالانو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امن لپاره پراخه کچه لاریونونه او احتجاجي غونډې وکړې.

XS
SM
MD
LG