د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د شوال اوسېدونکيو د غوښتنو لپاره د احتجاج پرېکړه کړې ده


په جرګه کې د شمالي وزیرستان د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو او ګربزو مشرانو ګډون وکړ.
په جرګه کې د شمالي وزیرستان د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو او ګربزو مشرانو ګډون وکړ.

د شمالي وزیرستان د بکاخېلو، جانيخېلو، کبلخېلو او ګربزو اوسېدونکيو له حکومته شوال ته د ستنولو، ډومیسایل جوړولو او د ړنګو شویو کورونو د معاوضو ورکولو غوښتنې کړې دي.

یادو قبیلو نن (نومبر پر ۲۴مه) په بکاخېلو کې یوه جرګه کړې چې پکې يې د احتجاج په توګه د غلام خان د تجارتي لارې تړلو فیصله کړې ده. د جرګې مشران وایي چې حکومت یې پر غوښتنو عمل نه کوي نو ځکه پر احتجاج مجبوره شوي دي.

د بکاخېلو يو قبايلي مشر ملک مستا علي خان مشال ریډیو ته وویل چې شوال د بکاخېلو، جانيخېلو، ګربزو او کبلخېلو ملکيت دی خو اوسیدونکي یې لا هم د شوال ډومیسایل نه لري.

نوموړي زیاته کړه:"حکومت څخه غوښتنه کوو چې د شوال سیمه دې زر له وسلوالو پاکه کړي او بېکوره شویو ته دې د بېرته تلو اجازه ورکړي. هلته یې کورونه ټول ړنګ دي، معاوضې دې ورکړل شي، او تر ټولو مهمه دا چې د شوال ډومیسایل دې ولس ته ورکړل شي، ځکه هلته د خلکو جاییدادونه دي او په دغه اړه سرکاري اسناد لکه ډومیسایل او شناختي کارډونه لرل ضروري دي."

د جرګې يو بل ګډونوال ملک ولي الله مشال رېډيو ته وويل چې له ۲۰۱۴ز کال راهيسې له خپلې سیمې بهر دي او هلته يې په شوال سيمه کې د زڼغوزو فصل هرکال ضایع شي.

مشرانو دړکه ورکړه چې که يې غوښتنې ونه منل شوې نو احتجاج به پیل کړي.
مشرانو دړکه ورکړه چې که يې غوښتنې ونه منل شوې نو احتجاج به پیل کړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې شوال له وسله والو څخه پاک کړي او دوی دې ستانه کړي.

د ده په خبره:"له ۲۰۱۴ز کال راهیسې له سيمې بهر یو خو حکومت مو لاهم کډوال نه حسابوي. نور دې شوال له وسله والو پاک وګرځوي او که نه احتجاجونو به پیل کړو."

د شمالي وزیرستان يو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري، د نوم نه ښودلو په شرط د نومبر پر ۲۴مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې شوال له وسله والو پاک شوی نه دی البته د پاکولو عمل يې روان دی. هغه زیاته کړه چې هرکال د هغه ځای اوسېدونکيو ته د زڼغوزو راټولولو لپاره شوال ته د تګ اجازه ورکوي البته د ستنولو لپاره يې خبرې روانې دي. چارواکي وويل چې خلکو ته په ډوميسايل ورکولو کې لږ ستونزې شته چې زر به حل شي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد عملیات کړي ول او وروسته يې سيمه پاکه اعلان کړې وه خو له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د امنیت وضع بیا خرابه شوې ده. ځايي خلک ادعا کوي چې وسله وال بيا منظم شوي دي.

د دې سيمو خلکو د هدفي وژنو او ناامنيو پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې کړې دي. بلخوا ځایي انتظامي چارواکو مشال رېډیو ته په وار وار ويلي چې دوی د وسله والو پرضد کاروايانې کړې دي او په سيمه کې به امنیت تامينوي.

XS
SM
MD
LG